لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

پښتون ژغورنې غورځنګ: په پاکستان کې تر ۴۵۰۰ زیات پښتانه جبري بې درکه دي


د پښتون ژغورنې غورځنګ ادعا کړې چې د ترهګرۍ ضد جګړه کې په پاکستان کې په زرګونو پښتانه بې درکه شوي او بې شمېره په لاقانونه توګه وژل شوي دي.

د یاد سازمان یو مخکښ او مدافع وکیل محسن داوړ ډيوه ته وویل، دوی د بې درکه کسانو په نوملړ جوړولو کار پیل کړی او تر اوسه پورې تر ۴۵۰۰ زیاتو کسانو نومونه ورته ورکړل شوي دي، چې بې درکه دي، خو د ده په وینا په سلګونو نورو کسانو نومونه د سازمان فعالینو ته هره ورځ رسېږي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین هم د سه شنبې په ورځ په خپل فېسبوک باندې خپره کړې ویډیو کې ویلي وو، دوی به د پاکستان له ریاسته د بې درکه او وژل شوو پښتنو پوښتنه کوي. نوموړي وویل که چېرې یو پښتون څه جرم کړی وي، نو باید عدالت ته وړاندې کړل شي او عدالت دې سزاګانې ورکړي.

ښاغلي پښتین وویل نور به دا ونه زغمي چې څوک په زوره بې درکه کړل شي، تشدد ورباندې وشي او بله ورځ یې مړی خپلوانو د بېځایه تورونو له فهرست سره په لاس ورکړل شي.

محسن داوړ وي.او.اې ډیوه ته ویلي، په پاکستان کې د بې درکه پښتنو د شمېر په اړه به یو ډېټابېس جوړوي، چې وایي په هغه کې به د هر بې درکه پښتون بشپړ تفصیل موجود وي، بیا به دا نوملړ له پاکستاني چارواکو او رسنیو سره شریکوي.

نوموړي زیاته کړه، د ترهګرۍ جګړه پر پښتنو ور تپل شوې ده، د خپل ولس ژغورنه د ریاست کار دی او دوی به له ریاسته د ورکو او وژل شویو پښتنو پوښتنه ارومرو کوي.

د پاکستان حکومت وایي د ترهګرۍ ضد جګړه کې یې تر اتیا زره زیات وګړي وژل شوي، چې پکښې تر پینځه زره پورې پوځي سرتېري او پولیس عسکر هم شامل دي، خو پاکستاني ادارې په تکرار سره دا خبره ردوي، چې ګواکې څوک یې په زوره او په مرموز ډول بې درکه کړي دي.

  • 16x9 Image

    نصير کاکړ

    نصیر کاکړ د کال ٢٠٠٢ راهسې وړمبی په کوټه او وس په واشنگټن کې د وایس اف امریکا سره د خبریال په توگه خدمات ترسره کوي. نصیر کاکړ د وي او ای ډیوه لپاره د نړي والو چارو ترڅنگ، د افغانستان، پاکستان او  ایران او په یو شمیر نورو موضوعاتو ملټي میډیا خبرونه او رپورټونه تیاروي.

     

XS
SM
MD
LG