لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ولسمشر غني: طالبانو مشرتابه او هر طالب! سوله ومنئ، په عزت یې ومنئ


کابل کې د سولې د پروسې دوېم کانفرنس
کابل کې د سولې د پروسې دوېم کانفرنس

د افغانستان ولسمشر (صدر) اشرف غني د کابل پروسې په دوېم کانفرنس کې په طالبان غږ کړی چې "سوله ومنئ"، او پاکستان ته يې ويلي د "پاکستان له دولت سره د هر اړخیزې سولې مذاکراتو ته چمتو او حاضر يُو".

د کابل پروسې دوېم کانفرنس ته په وېنا کې ښاغلي اشرف غني طالبانو ته په مخاطب کولو سره وويل، "د طالبانو مشرتابه او هر طالب! نن فیصله ستاسو په لاس کې ده، سوله ومنئ، په عزت یې ومنئ او راشئ دا خاوره چې زموږ د خلکو د شهیدانو او قربانیو نتیجه ده، بېرته وساتو".

پاکستان سره د سولې د خبرو په اړوند نوموړي وويل "مونږ بیا هم، د پاکستان له دولت سره د هر اړخیزې سولې مذاکراتو ته چمتو او حاضر یو چې تېرې ترخې تجربې هېرې او نوی باب پرانیزو. مونږ د خپلو خلکو د مشقتونو په اړه د مسؤولیت ژور احساس او د خپل هېواد لپاره یو روښانه لرلید لرو، او سولې ته زمونږ ژمنتیا پر همدې لرلید او همدې احساس بناء ده".

نوموړي طالبانو ته د سولې د خبرو په لړ کې وړاندېزونه وکړه او وې ويل"د ملي یو والي حکومت د طالبانو د دفتر له پرانستلو، هغوی ته د پاسپورټونو ورکولو او په ازاد ډول سفر کولو، د بندیزونو لرې کولو په برخه کې له مرستې، رسنیو ته د لاسرسې د ترتیباتو او د طالبانو د کورنیو له بیرته میشتیدلو سره موافق دی".

هغه وويل، د سولې عالي شورا به چې د مسلکي دولتی ټیم له ملاتړه برخمنه ده، د مذاکراتو په اړه یو هيئت معرفي کړي چې د ښځو او مدني ټولنو غړي به هم په کې شامل وي.

ښاغلي غني زياته کړه "د مذاکراتو ترسره کولو لپاره تر ټولو غوره ځای کابل دی، خو په دغه جنګ کې ناښکیل اسلامي هېوادونه، د ملګرو ملتونو دفتر، یا کوم بل درېیم ګړي هېواد کې هم کېدای شې مذاکرات ترسره شي".

د ارګ د فېس بک پاڼې ترمخه ولسمشر ويلي، د سولې پروسه به د مذاکراتو، تصویب او تطبیق په درېوو مرحلو کې ترسره کېږي، په ټولو مراحلو کې به يې د ښځو استازې ګډون کوي او له هغوی سره به سلامشوره کېږي.

د دغسې یوې سولې لپاره موږ لاندې لارې چارې وړاندیز کوو:
۱: د سولې لپاره دې سیاسي چوکاټ وضع شي: اوربند رامنځته شي، طالبان د یوه سیاسي ګوند په توګه په رسمیت وپېژندل شي، د باور جوړونې ترتیبات ونیول شي او عادلانه او آزادو ټاکنو ته لاره اواره شي؛
۲: د سولې لپاره حقوقي چوکاټ وضعه شي او د غوښتنې په صورت کې په اساسي قانون کې د پیشبیني شوې قانوني پروسې له لارې دې د اساسي قانون بیا کتنه وشي، او د بندیانو د آزادولو او د بندیزونو له لستونو څخه د ایستلو لپاره دې قانوني لارې چارې تعقیب شي؛
۳: د افغانستان دولت په رسمیت وپېژندل شي، د قانون حاکمیت ته درناوی وشي، اصلاحاتو ته لاره اواره شي او د متوازن پرمختګ، او د کډوالو را ستنېدلو لپاره انتظامات وشي؛
۴: د ټولو اتباعو، په تېره د پخلا کېدونکیو طالبانو د امنیت لپاره تدابیر ونیول شي؛
۵: د اقتصاد او ټولنیز پرمختګ لپاره پروګرامونه پلې شي، او په ملي پروګرامونو کې کډوالو او پخوانیو جنګیالیو ته ځای ورکړل شي؛
۶: د سولې لپاره نړیوال ملاتړ او همکاري ترلاسه شي، په تېره دا چې د ډیپلوماټیک مالي ملاتړ په ترلاسه کولو، د بهرنیو جنګیالیو د برخلیک معلومولو او له لستونو څخه له سولې سره د یو ځای کېدونکو افغانانو د نومونو د ایستلو په برخه کې همکاري ترلاسه شي؛
۷: او د یوه جامع تطبیقي چوکاټ له لارې بېړني، لنډه مهاله او اوږدمهاله شرایط او اهدافو ټاکل او په دې ټولو برخو کې د پرمختګ د څارنې او ارزونې یو مؤثر میکانیزم رامنځته شي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG