لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

ولسمشر غنې: تېرې ترخې تجربې هېرې د پاکستان له دولت سره مذاکراتو ته چمتو یو


افغان ولسمشر اشرف غنی او د پاکستان د پوځ مشر جنرال قمر جاوېد باجوه

د افغانستان ولسمشر (صدر) اشرف غني د کابل پروسې په دوېم کانفرنس کې پاکستان سره د سولې د خبرو وړانديز وکړوچې هېواد يې پاکستان سره مذکراتو ته چمتو دی.

هغه وويل "مونږ بیا هم، د پاکستان له دولت سره د هر اړخیزې سولې مذاکراتو ته چمتو او حاضر یو چې تېرې ترخې تجربې هېرې او نوی باب پرانیزو. مونږ د خپلو خلکو د مشقتونو په اړه د مسؤولیت ژور احساس او د خپل هېواد لپاره یو روښانه لرلید لرو، او سولې ته زمونږ ژمنتیا پر همدې لرلید او همدې احساس بناء ده".

اشرف غني پاکستان سره د مذاکراتو وړانديز په داسې حال کې کړی چې د جنورۍ په میاشت کې په کابل کې د ترسره شوؤ خونړيو بریدونو وروستو روانه میاشت فرورۍ کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تاوتریخوالي کمولو لپاره دوه وارې خبرې اترې شوي دي.

د دغو خبرو وروستو په کابل کې د افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت لخوا په خپرې شوې اعلامیې کې ویل شوي وو د دواړو هېوادونو ترمنځ په خبرو کې هېڅ پرمختګ نه دی شوی.

افغان حکومت او امریکا په پاکستان تور لګوي، چې ترهګرو ته یې پټنځایونه ورکړي او ترهګر د پاکستان له خاورې په افغانستان کې بریدونه ترسره کوي او د کابل وروستی برید هم په پاکستان کې پلان شوی ؤ.

افغان حکومت دا هم ویلي ؤ، چې د کابل او یو شمېر نورو ولایتونو د وروستیو بریدونو په اړه کره اسناد او شواهد یې هم پاکستاني چارواکو ته سپارلي دي.

پاکستان دغه تورونه ردوي چې ګواکې د افغانستان د پلازمېنې له بریدونو سره کوم تړاو لري او یا دې ترهګرو ته پټنځایونه ورکوي.

د ارګ ترمخه ښاغلي ولسمشر نن د کابل پروسې په وېنا کې پاکستان کې د کډوالو په اړوند هم وويل، "مونږ حاضر یو چې د پاکستان حکومت سره زمونږ د ټولو کډوالو د بېرته راتګ لپاره په یو منظم پلان کې چې له ۱۸نه تر ۲۴ میاشتو کې عملي شي موافقې ته ورسېږو".

هغه زياته کړه"مونږ د خپلو کډوالو راتګ د افغانستان غېږ ته غواړو او دې ته ژمن ی چې ټول دولتي امکانات به دوباره او ملي امکانات به دوباره عیار کړو چې کډوال د خپلو وروڼو او خویندو غېږ ته راشي".

پاکستان د تېر اوږدې مودې نه ټينګار کوي چې افغان کډوال نور بيرته خپل هېواد ته ستانه شي.

XS
SM
MD
LG