لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

طالبانو ته د دفتر له پرانیستلو، د پاسپورټونو ورکولو او د کورنیو له بیرته میشتیدلو وړانديز‎


افغان طالبان
افغان طالبان

افغان ولسمشر غني "د کابل پروسې کانفرنس" ته په وېنا کې طالبانو ته د دفتر پرانستلو ترڅنګ د پاسپورټونو او کورنيو ته يې د مېشتېدو وړانديز هم کړی دی.

ښاغلي غني ویلي،"د ملي یو والي حکومت د طالبانو د دفتر له پرانیستلو، هغوی ته د پاسپورټونو له صادرولو او په ازاد ډول سفر کولو، د بندېزونو لرې کولو په برخه کې له مرستې، رسنیو ته د لاسرسې د ترتیباتو او د طالبانو د کورنیو له بیرته میشتیدلو سره موافق دی".

افغان صدر ویلي، "د سولې پروسه به د مذاکراتو، تصویب او تطبیق په درېوو مرحلو کې ترسره کېږي، په ټولو مراحلو کې به يې د ښځو استازې ګډون کوي او له هغوی سره به سلامشوره کېږي. د دغسې یوې سولې لپاره موږ لاندې لارې چارې وړاندیز کوو:

۱: د سولې لپاره دې سیاسي چوکاټ وضع شي: اوربند رامنځته شي، طالبان د یوه سیاسي ګوند په توګه په رسمیت وپېژندل شي، د باور جوړونې ترتیبات ونیول شي او عادلانه او آزادو ټاکنو ته لاره اواره شي؛

۲: د سولې لپاره حقوقي چوکاټ وضعه شي او د غوښتنې په صورت کې په اساسي قانون کې د پیشبیني شوې قانوني پروسې له لارې دې د اساسي قانون بیا کتنه وشي، اودبندیانو د آزادولو او د بندیزونو له لستونو څخه دایستلو لپاره دې قانوني لارې چارې تعقیب شي؛

۳: د افغانستان دولت په رسمیت وپېژندل شي، د قانون حاکمیت ته درناوی وشي، اصلاحاتو ته لاره اواره شي او د متوازن پرمختګ، او د کډوالو را ستنېدلو لپاره انتظامات وشي؛

۴: د ټولو اتباعو، په تېره د پخلا کېدونکیو طالبانو د امنیت لپاره تدابیر ونیول شي؛

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG