لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پر تورخم پوله درېیمه ورځ هم احتجاج، تجارت په ټپه ولاړ


د تورخم په پوله د پاکستان له حکومتي چاوراکو، ځایي پولیټیکل انتظامیې او د ملېشه ځواکونو له چارواکو سره د کسټم کلېرنګ اېجنټانو سره خبرې بې نتیجې پای ته رسېدلې دي.

د کسټم یا ګمرک اېجنټان ګیله کوي چې دوی له دې نظام سره تر اوسه بلد نه دي او دوی په دې برخه کې روزنې ته اړتیا لري. دوی وايي د تورخم پر پوله د انټرنیټ او بجلۍ نظام ډېر فعاله نه دی او حکومت دې په دې اړه د ستونځو د ختمولو لپاره کوټلي او چټک ګامونه پورته کړي.

د پاکستان حکومت دریځ لري، چې دا نظام یې د وخت ژغورلو، د صارفینو او چارواکو تر منځ د لانجو ختمولو او غیرقانوني مال اړولو راړولو د مخنیوي لپاره د عملي کولو پرېکړه کړې او له وخت راتلو سره به دا خپلو نورو پولو ته هم وغزوي.

"ویب بېسډ ون کسټم" کمپوټري نظام د پاکستان د مالیې مرکزي ادارې "اېف بي ار" ٢٢ میاشتې وړاندې معرفي کړی وو، خو وړاندې پکښې پاکستان ته د صادراتو او وارداتو کمپیوټر ریکارډ لازمي نه وو.

پاکستاني ګمرک ادارې اوس شرط ایښی چې له پاکستانه تلونکی یا راتلونکی مال به د کمپوټر په وسیله کره (کلېر) کېږي.

د کسټم د کمپیوټري نظام او د پاکستان د این ایل سي ادارې- چې د سرکاري مال یا رسد د وړلو ذمه واره ده- په خلاف د خېبر اېجنسۍ په لنډي کوتل ښار کې هم ستر احتجاج شوی دی.

د خېبر اېجنسۍ اوسېدونکي وايي، د پاکستان نېشنل لاجسټک سیل چارواکي له خپلو اختیاراتو ناجایزه ګټه اخلي، چې وایي د دوی د کاروبار د زیان سبب ګرځي.

مذاهرچیانو وویل د تورخم پر پوله ټولې چارې د نېشنل لاجسټک سیل چارواکو له ځان سره ساتلې او اجاره داري یې قایمه کړې ده.

دوی دا تور هم ولګاوه چې په لنډي کوتل کې د حکومت او ځايي خلکو تر منځ د ګمرکي ټرمینل جوړولو لپاره د شوي تړون له مخې این ایل سي ادارې د ځايي خلکو نوره زیاته ځمکه نیولې ده.

حکومت د کسټم د ټرمینل جوړولو ټېکه این ایل سي ته ورکړې وه.

د پاکستاني حکومت او د شینوارو خوګه خېلو تر منځ د کسټم د نوي ټرمینل جوړولو لپاره یو تړون شوی وو، چې له مخې یې خوګه خېلو تر ۴٠٠ کناله پورې د خپلې ځمکې ورکولو ته غاړه ایښې وه.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG