لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

په کابل پروسه کې د ولسمشر اشرف غني د سولې پلان به څومره عملي شي؟


د کابل پروسې په دویمه غونډه کې د ولسمشر اشرف غني د پلان په اړه وسلوالو طالبانو په رسمي توګه خپل دریځ نه دی څرګند کړی، خو سیاستوالو او څېړونکو د دې پلان د عملي کېدو په اړه بېلابېل نظرونه څرګند کړي دي.

ځینې وایي کېدای شي وسلوال طالبان دا ځل د افغان حکومت نوي امنیتي پلان ته مثبت ځواب ووایي او مذاکراتو ته غاړه کښېږدي او ځینې بیا وایي تر څو چې له افغانستانه د امریکې د وتلو نېټه نه وي ټاکل شوې طالبان به له جګړې لاس وا نه خلي.

د افغانستان د ولسي جرګې غړی صالح محمد صالح وي.او.اې ډیوه ته وویل، ولسمشر اشرف غني باید د وسلوالو طالبانو په اړه د کابل پروسې د غونډې امنیتي پلان هغه وخت وړاندې کړې وای، چې هغوی مذاکراتو ته امادګي څرګنده کړې وای:

"پکار ده چې د سولې پلان د کابل پروسې نړیوالو استازو وړاندې کړی وای، لاسلیک کړی یې وای او بیا یې افغان حکومت ته ویلي وای چې دا زموږ پلان دی، حکومت او طالبانو ته یې خپل شرطونه وړاندې کړي وای او دوی د دې پلان ملاتړ اعلان کړی وای"

ښاغلی صالح وایي دا جګړه د افغانستان او طالبانو تر منځ نه ده، بلکې سیمه ییزه جګړه ده او تر څو چې د سیمې او نړۍ هېوادونه ټول د امن په بهیر کې شامل نه شي، د ولسمشر غني له خوا د امن پلان نه شي کامیابېدای.

د افغانستان د سیاسي چارو څېړونکی عبدالغفور لېوال له وي.او.اې ډیوه سره په خبرو کې وویل، وسلوالو طالبانو ته د ولسمشر غني له خوا د مذاکراتو بې شرطه وړاندیز باید د افغان حکومت کمزوري ونه ګڼل شي، ځکه چې وایي افغانستان اوس له پوځي او دفاعي پلوه په پښو ولاړ دی، که وسلوال له سیاسي لارې سولې ته تیار نه شي، نو بیا بې له پوځي لارې پرته بل حل نه لري:

"د سولې دغه خبرې یواځې د ښه نیت او د سولې د دروازو د پرانیستو په مانا دي او دا داسې نه دي چې ګواکې د افغانستان حکومت د کمزورۍ او ناچارۍ له مخې دا پلان وړاندې کړی دی، معنا دا چې د افغانستان دفاع او ساتنه او ورسره د سولې د دروازې پرانیستل به په یوه وخت کېږي"

وسلوالو طالبانو ته اوسني او تېر افغان حکومت له خوا په وار- وار د سولې او خبرو اترو وړاندیز شوی، خو دوی رد کړی او تل وایي چې تر څو امریکايي او نور بهرني ځواکونه له افغانستانه وتلي نه وي، خبرو ته به تیار نه شي. سیاسي څېړونکی ښاغلی لېوال وایي دا ضمانت هم نه شته چې د امریکایانو له وتلو وروسته دې وسلوال جګړه بس کړي:

"هر افغان د بهرنیو د موجودیت مخالف دی، خو تر څو چې د سولې خبرې بریالۍ شوې نه وي او یو قانوني تفاهم نه وي لاسلیک شوی، هیڅ ضمانت نه شته چې د امریکې له وتلو سره دي جګړه تم شي یا دې یو بل هېواد افغانستان ته نه را ننوځي"

د پاکستان د سیاسي چارو یو څېړونکی طاهر خان له ډیوه سره په خبرو کې وویل، د ولسمشر غني په خبرو کې وسلوالو طالبانو ته د سولې د پلان ځینې شیان د ماضي په نسبت نوي دي، خو وایي وسلوال طالبان چې د بهرنیو هېوادونو له شتون سره د مخالفت په خاطر جنګېږي، نو پکار وه چې د کابل په غونډه کې د بهرنیانو پر موجودګۍ هم خبرې شوې وای:

"امریکه هم باید د سولې اړخ ته متوجه شي، اوس چې د جګړې د حل ستونځه او معاملات پر مخ نه ځي، نو طالب هم ملامت دی چې له امریکې سره پر خبرو ټینګار کوي او امریکه هم ملامته ده چې په خپل دریځ کې نرمښت نه ښکاره کوي"

دا لومړی ځل دا چې افغان حکومت وسلوال طالبان د یوه سیاسي ګوند په توګه ومنل او باور یې ورکړ چې له شرایطو پرته ورسره پراخ مذاکرات کول غواړي، چې په نتیجه کې یې هغوی کولای شي د ولس په رایو واک ته ورسېږي.

څېړونکي هیله څرګندوي چې که افغان حکومت طالبانو ته بشپړ باور ورکړي، نو کېدای شي چې هغوی د سولې پلان ومني او مذاکرات پیل کړي ځکه چې وایي په دې وروستیو کې امریکې ته دوه ځله د طالبانو د سولې وړاندیز څرګندوي چې هغوی هم نور له جګړې ستړي شوي دي.

XS
SM
MD
LG