لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امريکا، نړيواله ټولنه د صدر غني د سولې د پلان لپاره چمتو ولاړه ده


د امريکا د بهرنيو چارو وزارت په کا بل کې د سولې په اړه شوې غون‌‌‌‌‌‌ډې ته په ځواب کې ويلي چې دا د طالبانو ذمه واري جوړيږي چې د افغانستان منتخب حکومت سره د سولې خبرو ته کېني.

د وزارت وياندې هيدر نيورټ د کابل د غون‌‌‌‌‌‌ډې وروسته څلور ټويټ پېغامونو کې يو ‌‌‌‌‌‌ډول دا خبره هم سپينه کړې چې طالبان به د افغان حکومت سره خبرې کوي.

څو ورځې وړاندې طالبانو په يو بيان کې امريکا سره نېغ په نېغه د خبرو وړانديز کړی وو..

نوموړې په يو بل ټويټ کې افغان حکومت ته په کاميابۍ سره د کابل غون‌‌‌‌‌‌ډې کولو ومبارکي ورکړې ده. او وايي نړيواله ټولنه د صدر غني د سولې د پلان لپاره چمتو ولاړه ده.

د کابل پروسې کنفرانس ته د وینا په محا ل د افغانستان د صدر محمد اشرف غني وېلي"سوله یوه دیني او ملي فریضه ده. ځکه چې د بې ګناه انسانانو د وینې تویېدلو مخنیوی یوه دیني او ملي فریضه ده. وړمه ورځمولوي صاحب خدایداد زموږ یوه نخبه عالم په هرات کې په خپله وینا کې هم اشاره وکړه چې سوله همداسې فرض ده، لکه لمونځ او روژه چې فرض دي.

ولسمشر غني "د کابل پروسې کانفرنس" ته وړاندي کړي امن پلان کې طالبانو ته د دفتر پرانستلو ترڅنګ د پاسپورټونو او کورنيو ته يې د مېشتېدو وړانديز هم کړی دی

د افغانستان ولسمشر (صدر) اشرف غني په کانفرنس کې پاکستان سره د سولې د خبرو وړانديز هم وکړوچې هېواد يې پاکستان سره مذکراتو ته چمتو دی.

هغه وويل "مونږ بیا هم، د پاکستان له دولت سره د هر اړخیزې سولې مذاکراتو ته چمتو او حاضر یو چې تېرې ترخې تجربې هېرې او نوی باب پرانیزو. مونږ د خپلو خلکو د مشقتونو په اړه د مسؤولیت ژور احساس او د خپل هېواد لپاره یو روښانه لرلید لرو، او سولې ته زمونږ ژمنتیا پر همدې لرلید او همدې احساس بناء ده".

ولسمشر اشرف غني د پلان په اړه وسلوالو طالبانو په رسمي توګه خپل دریځ نه دی څرګند کړی، خو سیاستوالو او څېړونکو د دې پلان د عملي کېدو په اړه بېلابېل نظرونه څرګند کړي دي.

ځینې وایي کېدای شي وسلوال طالبان دا ځل د افغان حکومت نوي امنیتي پلان ته مثبت ځواب ووایي او مذاکراتو ته غاړه کښېږدي او ځینې بیا وایي تر څو چې له افغانستانه د امریکې د وتلو نېټه نه وي ټاکل شوې طالبان به له جګړې لاس وا نه خلي.

د افغانستان د ولسي جرګې غړی صالح محمد صالح وي.او.اې ډیوه ته وویل، ولسمشر اشرف غني باید د وسلوالو طالبانو په اړه د کابل پروسې د غونډې امنیتي پلان هغه وخت وړاندې کړې وای، چې هغوی مذاکراتو ته امادګي څرګنده کړې وای:

دا لومړی ځل دا چې افغان حکومت وسلوال طالبان د یوه سیاسي ګوند په توګه ومنل او باور یې ورکړ چې له شرایطو پرته ورسره پراخ مذاکرات کول غواړي، چې په نتیجه کې یې هغوی کولای شي د ولس په رایو واک ته ورسېږي.

څېړونکي هیله څرګندوي چې که افغان حکومت طالبانو ته بشپړ باور ورکړي، نو کېدای شي چې هغوی د سولې پلان ومني او مذاکرات پیل کړي ځکه چې وایي په دې وروستیو کې امریکې ته دوه ځله د طالبانو د سولې وړاندیز څرګندوي چې هغوی هم نور له جګړې ستړي شوي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG