لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغانستان کې دبمونو جوړونکی جرمن وګړی نیول شوی


دبمونو جوړؤلو په تور نیول شوی جرمن وګړی
دبمونو جوړؤلو په تور نیول شوی جرمن وګړی

افغان چارواکي وایي دافغانستان په جنوبي هملند ولایت کې د بمونو جوړونکی د جرمني یوتن اوسیدونکی نیول شوی چې پلټنې ترې روانې دي.

دهلمند د والي ویاند عمرځواک وائس اف امریکا ډیوه سره په خبرو کې ویلي تیره ورځ هلمند کرشک ولسوالۍ اړوند په حیدر اباد سیمه کې افغان ځانګړو ځواکونو دمخالفینو د بمونو د جوړولو پردوؤ مرکزونو بریالي عملیات ترسره کړل.

د ځو اک په وینا د دې عملیاتو په پایله کې د جرمني یو تن اوسیدونکی چې نږدې له اوو کلونو راهیسې د بمونو په جوړولو بوخت ؤ له دوو نورو وسله والو طالبانو سره نیول شوی دی.

ځواک وویل "عملیات تیره ورځ ترسره شول ،د ماینونو د جوړولو دوه ډیپوګانې له منځه وړل شوي دي او ګڼې درنې او سپکې وسلې دافغان ځانګړو ځواکونو لاس ته ورغلي دي"

دهلمند د والي ویاند زیاته کړه په دې پوځي عملیاتو کې یو تن د جرمني اوسیدونکی او دوه تنه وسله وال طالبان هم نیول شوي دي.

نوموړی وویل "د جګړې په مهال دوه تنه وسله وال طالبان او یوتن د جرمني اتباع چې دماینونو په جوړولو کې خاص مهارت لري نیول شوی ، جرمني تابعیت لري او دامهال ترې دافغان ځواکونو له لوري څیړنې روانې دي"

د وسله والو مخالفینو او همداراز دجرمني د دې وګړي دنیولو کیدوپه اړه کوم غبرګون تردې دمه مخې ته نه دی راغلی.

دهلمند سیمه ییزو چارواکو ویلي ، دمخالفینو دبمونو د جوړولو په مرکزونو ترسره شوؤ عملیاتو کې په رامنځته شوې جګړه کې ګن شمیر وسله وال مخالفین هم وژل شوي دي خود چارواکو په وینا په دې عملیاتو کې افغان ځواکونو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG