لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

جنرال نیکلسن:دطالبانو مذاکراتو ته مجبورؤلو دپاره واشنګټن اؤ اسلام اباد تماسونه لري


په افغانستان کې د امريکا او ناټو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال جان نيکولسن ويلي د واشنګټن اؤ اسلام اباد ترمینځ په لوړه کچه رابطې نیول شوي چې ترڅو په طالبانو فشار راوړل شي چې افغان حکومت سره دسولې خبرو ته کښیني.

دناټو عمومي قوماندان دغه څرګندونې وروسته له هغې دافغانستان خبري اژانس پژواک سره خپله یوه مرکه کې کړي دي چې تیره ورځ افغان اولسمسشر ښاغلي اشرف غني د کابل پروسې په ناسته کې مخالفو طالبانو ته دسولې پلان وړاندې کړو.

جنرال نيکولسن وویل دامریکا اولسمشر ډانلډ ټرمپ له افغانستانه بهر د ترهګرو د خوندي ځالو په اړه سپينې خبرې کړې دي او د له منځه وړو غوښتنه يې کړې ده.

واشنګټن اؤ کابل تور لګوي چې طالبان اؤ دحقاني شبکې ترهګر په پاکستان کې خپلې خوندي ځالې لري اؤ له دغه ځایه دپاکستان د پولو نه بهر ترهګریز بریدونه کوي خو اسلام اباد تل دغه تورونه رد کړي دي.

د ناټو قوماندان ادعا کوي چې طالبانو د جګړې په ميدان کې ماتې خوړلې او اوس يې په ښارونو کې په عامو وګړو بريدونه پيل کړي دي.

د هغه په وينا” په تېرو دوو کلونو کې طالبانو ډېرې هڅې وکړې چې لوى ښارونه او يا هم ولايتونه ونيسي، خو پاتې راغلل”

جنرال نیکلسن منلې چې طالبانو په دې وروستیو کې په یو شمیر اولسوالیو خپل واک ټینګ کړی ؤ خو ددغو اولسوالیو په ساتلو کې ناکام شوي شوي دي.

هغه بلخ ولایت کې د واکمنۍ پسر دپیدا شوي جنجال په هکله دیوې پوښتنې جواب کې ویلي چې سیاسي اختلافات باید دافغانستان امنیت ته زیان ونه رسوي.

هغه ویلي چې د سوېلي اسيا په اړه د امريکا د ولسمشر ډانلډ ټرمپ په اعلان شوې تګلارې کې وسله والو مخالفينو سره په داخل کې مرسته او ملاتړ د نه منلو وړ ګرځول شوى دى.

جنرال نيکولسن زياته کړه”موږ بايد په ګډه د ترهګرۍ پر ضد مبارزه وکړو ځکه چې ټول د با ثبات او سوله ييز افغانستان غوښتونکي دي”

د ناټو قوماندان وويل چې د نړيوالې ټولنې، امريکا او ناټو ملاتړ د ټولو افغانانو د ښې راتلونکې او ښيګڼې لپاره دى، نه د يوې ځانګړې ډلې.

دیوې پوښتنې ځواب کې دناټو ځواکونو مشر وویل “د ترهګرۍ پر ضد جګړه بايد په ټوله نړۍ کې وشي، د افغانستان دښمنان زموږ دښمنان دي”

دهغه په وینا “موږ د افغانانو او د دوى د امنيتي ځواکونو د قربانيو قدرداني کوو، موږ به له تاسو سره پاتې يو، څو پورې چې تلپاتې سوله مو نه وي رامنځته کړې”

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG