لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

پیښور زلمي اؤ کوئټه ګلیډي ایټرز نن د یو بل په ضد میدان ته کوزیږي


دپاکستان سپر لیګ (دریم) په سیالیو کې نن دپیښور زلمي اؤ کوئټه ګلیډي ایټرز لوبډلې دیو بل په ضد میدان ته کوزیږي.

دمتحده عرب اماراتو په شارجه لوبغالي کې به دکرکټ دا لسمه سیالي نن دپاکستان په وخت ماسخوتن نه بجې پیل کیږي.

دپاکستان سپرلیګ دتیر پړاؤ اتلې لوبډلې پیښور زلمي په اوسني پړاؤ کې درې سیالۍ کړي چې په هغې کې یې یوه ګټلې اؤ دوه یې بائیللي دي خو ګوئټه ایټرز بیا پخپلو ترسره کړو دریوؤ سیالیو کې دوه ګټلي اؤ یوه یې بائللې ده.

دپیښور زلمي لوبډلې کپتان ډیرن سیمي ته په ننۍ کیدونکې سیالۍ کې د تمیم اقبال،کامران اکمل،محمد حفیظ اؤ حارث سهیل په څیر د تکړه توپ وهونکو مرسته ترلاسه ده اؤ په تکړه بالرانو کې ورسره حسن علي، کرس جورډن اؤ وهاب ریاض ملګرتیا کوي.

دکوئټه ګلیډي ایټرز کپتان سرفراز احمد هم پخپله لوبډله کې د کیون پیټرسن، جیسن رائی،محمدالله ، شین واټسن اؤ اسد شفیق په څیر تکړه لوبغاړي لري.

تیره ورځ د کوئټه ګلیډي ایټرز اؤ اسلام اباد یو نائټیډ لوبډلو ترمینځ شوې سیالۍ کې دکوئټې لوبډلې کیون پیټرسن چټک ټوپ وهنه کړې وه اؤ اؤ د اسلام اباد لوبډلې ته یې په شپږو وکټونو ماتې ورکړې وه

XS
SM
MD
LG