لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان: د سږني حج لپاره د ۸۷۸۱۳ کسانو نومونه ټاکل شوي دي


د پاکستان مرکزي حکومت وایي، د کمپیوټري رایې اچونې له لارې د ۸۷۸۱۳ کسانو نومونه په شفافه توګه ټاکل شوي دي، چې هغوی به سږ په سرکاري کوټه د حج لپاره سعودي عربستان ته ځي.

د رایو اچولو دغه بهیر د مذهبي چارو د مرکزي وزیر پیر امین الحسنات شاه تر څارنې لاندې تر سره شو. هغه په دې مهال وویل چې د درخواست ورکوونکو زیاتېدونکې ناارامۍ او د پیسو د بیرته ورکولو جنجال ته په پام د مذهبي چارو وزارت له مرکزي کابینې وغوښتل، چې د ۵۰ فیصده کوټې پر سر رایې واچوي او هغه کسان چې نوم یې وخېژي حج ته ولېږي.

"سږ ۳۷۴۸۵۷ کسانو له ټول هېواده د جنورۍ له ۱۵مې د فبرورۍ تر ۲۴مې درخواستونه جمع کړي وو"

سږ کال چې مرکزي کابینې حج ته د سرکاري سکیم له مخې د تلونکو کسانو کوټه ۶۷ فیصده ته زیاته کړې وه، نو د حج ګروپ ځینو منتظمینو د کابینې دا پرېکړه چېلنج کړې وه، چې د دوی ۴۰ فیصده کوټه یې ۳۳ فیصده ته را ټیټه کړې وه.

د کومو کسانو د حج درخواستونه چې نه دي منل شوي، د هغوی پر درخواستونو د رایې اچونې بهیر به د عدالت تر پرېکړې وروسته د حج پر هغه ۱۷ فیصده کوټه باندې تر سره کېږي، چې جنجال ورباندې روان دی.

د ۱۰۰۰۰ درخواستونو د منظورۍ کوټه بې له رایې اچولو هغو کسانو ته ساتل شوې ده، چې عمرونه یې تر اتیاکلنۍ اوښتي دي او یو خادم به هم ورسره ملګری وي.

د دې تر څنګ هغو ۱۰۰۰۰ کسانو ته هم سږ د حج منظوري ورکړل شوې ده، چې په تېرو درو کلونو کې یې درخواستونه نه وو منل شوي.

د مذهبي چارو وزارت وایي د کومو کسانو نومونه چې د حج لپاره ټاکل شوي، د هغوی نومونه د وزارت پر ویبپاڼه ورکړل شوي دي، چې هغوی د خپلو درخواستونو د نمبرونو په ورکولو سره خپل نومونه پکې کتلای شي. د ویبپاڼې

پته يې داسې ده:

www.hajjinfo.com and www.mora.gov.pk.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG