لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پېښور زلمي لوبډلې کوټه ګلېډي اېټرز ته ماتې ورکړې


د پاکستان سپرليګ درېم کرکټ په روانو سياليو کې د پېښور زلمي لوبډلې د کوټه ګلېډي اېټرز ته په پينځه وکټو ماتې ورکړې ده.

د پېښور زلمي لوبډلې د سيالي پچه، ټاس ګټلی او ګلېډي اېټرز ته يې بيټنګ ورکړی ؤ.

ګلېډي اېټرز په ټاکلو ۲۰ اوورونو کې په اته لوبغاړو سوځېدو ۱۴۱ رنزونه جوړ کړي وو.

زلمي لوبډلي په وروستني اوور کې ټاکلی هدف په پينځه لوبغاړو سوځېدو ترسره کړو.

د پېښور زلمي لوبډلې په ګټه کې تميم اقبال او محمدحفيظ غوره کردار ترسره کړی دی، تميم اقبال ۳۶ او محمدحفيظ ۳۹ رنزونه جوړ کړي دي.

د کوټه ګلېډي اېټرز څلور بالران په يو يو وکټ اخستو کې بريالي شوي دي.

د ګلېډي اېټزر لوبډلې په بېټنګ کې شېن واټس ۴۷ او ريلي رووسو ۳۷ رنزونه جوړ کړي وو.

د پېښور زلمي کپتان ډېرېن سمي، وهاب رياض او عمېديوسف دوه دوه لوبغاړي سوځولي وو.

د پېښور زلمي او ګوټه ګلېډي اېټرز دواوړ لوبډلو د پي اېس اېل په روانو سياليو کې تراوسه پورې څلور څلور سيالۍ کړي او دواړو دوه دوه ګټلي او دوه دوه بايللي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG