لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کابل: ځانمرګي بريد کې يو ماشوم وژل شوی څلور ژوبل


کابل کې نن د جمعې په ورځ شوي ځانمرګي بريدکې لږ ترلږه څلور تنه ژوبل شوي او يو ماشوم وژل شوی دی،چارواکو ويلي برید د بهرنو ځواکونو په کاروان شوی خو هغوي ته پکې مرګ ژوبله نه ده اوختې.

رائټرز د کابل پوليس مشر بسم الله تابان له قوله ويلي، د کابل د نهمې امنيتي حوزې په قبل بايي علاقه کې ځانمرګی برید شوی دی.

خو د کورنو چارو د وزارت ویاند نجيب دانش ويلي موټري بم چاؤدنه کې لږ ترلږه څلور تنه ژوبل شوي دي.

دکابل امنیې قوماندانۍ ویاند بصیر مجاهد ویلي ،د سوزوکي موټرپه وسیله ځانمرګی برید نن سهار شاوخوا ۹ بجې دبهرنیو ځواکونو دموټرو په کاروان هغه مهال ترسره شو چې دکابل ښار ۹ امنیتي حوزې اړوند د قابل بای سیمې څخه د تیریدو په حال کې ؤ.

د پولیسو ویاند وویل د دې ځانمرګي برید په پایله کې یوتن ولسي وګړی وژل شوی او څلور نور ژوبل شوي دي.

نوموړي وویل "ځانمرګی بریدکوونکی په سوزکي موټر کې ناست وه اود سړک پرغاړه یې درولی و،کله چې د خارجي قواوو کاروان همدې سیمې ته ورسید، برید کوونکي په موټر کې ځای پرځاي شوي چاودیدونکو توکو ته چاودنه ورکړه،کله چې مونږ سیمې ته ورسیدو د بهرني ځواکونو کاروان له سیمې تللي و او داسې معلومیده چې هغوی ته زیان نه دی اوښتی خو متاسفانه زمونږ یوتن ولسي وګړی په دې پیښه کې وژل شوی او څلور نور ټپیان دي".

کابل کې د شوي ځانمرګي بريد په اړوند بهرنو ځواکونو تراوسه څه نه دي ويلي.

په سمدستي ډول د بريد زمه واري هم چا نه ده منلې.

کابل کې تازه چاؤدنه په داسې حال کې شوې چې دوه ورځې وړاندې د کابل پروسې کانفرنس کې افغان صدر اشرف غني بيا په طالبانو د سولې د خبرو غږ کړی دی.

د کابل پروسې دوېم کانفرنس ته په وېنا کې ښاغلي اشرف غني طالبانو ته په مخاطب کولو سره وويل، "د طالبانو مشرتابه او هر طالب! نن فیصله ستاسو په لاس کې ده، سوله ومنئ، په عزت یې ومنئ او راشئ دا خاوره چې زموږ د خلکو د شهیدانو او قربانیو نتیجه ده، بېرته وساتو".

د ښاغلي صدر وړانديز ته په رسمي ډول طالبانو تراوسه کوم غبرګون نه دی ويلی.

کابل کې په وروستيو کې غټ ترهګر بريد د جنورۍ په اخرنۍ اوونۍ کې شوی چې د ۱۰۰ زيات کسان پکې وژل شوي او په لسګونو نور ژوبل شوي وو.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG