لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دافغان ځواکونو تازه عملیاتو کې ۲۸طالبان وژل شوي


په افغانستان کې د افغان دولت اؤ طالبانو ترمینځ د سولې د هڅو ګړندي کیدو باوجود دطالبانو په ضد دامنیتي ځواکونو عملیات دوام لري اؤ ددفاع وزارت وایي چې دتیر یواشوارو په مهال نور ۲۸طالبان وژل شوي دي.

ددفاع وزارت دیو بیان له مخې دغه تازه نښتې په لغمان،لوګر، ننګرهار،غزني،پکتیکا،فراه، کندهار، فاریاب،تخار اؤ هلمند ولایتونو کې شوي دي چې طالبانو ته پکې د سر ومال درانه زیاتونه اوښتي دي.

دافغانستان اولسمشر اشرف غني دوه ورځې وړاندې طالبانو ته د سولې پلان وړاندې کړی ؤ اؤ ویلي یې وؤ چې که هغوئ دسولې خبرو ته حاضر شي نو دولت به یې نه یوازې دیو سیاست طاقت په توګه اومني بلکې امتیازات به هم ورکړي.

خو ددې ترڅنګ اولسمشر غني دا هوډ هم ښکاره کړی چې طالبانو ته به دسیاست اؤ جګړې په دواړو ډګرونو کې ماتې ورکوي.

طالبانو د افغان دولت دسولې پلان ته غوڅ ځواب نه دی ویلی خو دافغان حکومت پځایې یې امریکا سره د خبرو اترو خواهش ښکاره کړی دی.

دا مهال دافغانستان په ګڼ شمیر اولسوالیو طالبان قابض دي اؤ په افغانستان کې دناټو کمانډر جنرال جان نیکلسن وایي دطالبانو د زور ماتولو دپاره ټوله نړۍ دافغان ځواکونو د پیاوړي کولو هڅې کوي.

جنرال جان نیکلسن د زیارت په ورځ خپله یوه مرکه کې منلې وه چې طالبانو په زیاتو اولسوالیو قبضه کړې وه خو ددغو اولسوالیو په ساتلو کې ناکام شوي دي.

واشنګټن اؤ کابل تور لګوي طالبانو سره د پاکستان استخباراتي شبکه ایي ایس ایي مرستې کوي خو اسلام اباد دغه تورونه نه مني

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG