لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

امریکا دپاکستان څخه دترهګرو په ضد نور ګامونه غوښتي


امریکا یو ځل بیا په پاکستان غږ کړی چې د ترهګرو په ضد نور ګامونه واخلي اؤ ویلي یې دي پاکستان فرصت په لاس کې لري چې دسیمې دامن دپاره خپل نور زړه پورې رول ولوبوي.

واشنګټن کې خبریالانو ته داحوال ورکولو په مهال د پینټاګان ویاندې ډانا وائټ ویلي دي پاکستان دترهګرو په ضد د لا نورو ګامونو اخستو موقعه په لاس کې لري اؤ که چرې دسیمې د سلامتۍ دپاره نور ګامونه واخلي نو دا به د ټولو په ګټه وي.

هغې وویل امریکا به د سیمې دامن دپاره دپاکستان لخوا د کیدونکو هڅو هرکلی کوي .

دپینټاګان ویاندې دا هم وویل چې د سویلي ایشیاء دپاره دامریکایي تګلارې له مخې امریکایي چارواکي دپاکستان سره په تماسونو بوخت دي اؤ دا تماسونه به راتلونکي کې هم دوام ولري.

په دغه مهال امریکايي ویاندې په طالبانو غږ وکړو چې دجنګونو نه په تیریدلو دسولې مزاکراتو ته کښیني

هغې وویل دافغانستان دننه د روانې جګړې غوره هواری په سیاسي خبرو اترو اترو کې دی.

د پینټاګان د ویاندې له دغو څرګندونو یوه ورځ وړاندې په افغانستان کې دامریکایي اؤ ناټو ځواکونو کمانډر جنرال جان نیکلسن ویلي وؤ دامریکا اؤ پاکستان ترمینځ په پراخه کچ تماسونه روان دي ترڅو طالبانو باندې افغان حکومت سره دخبرو اترو دپاره فشار راوړل شي.

خو دپاکستان دبهرنیو چارو وزیر خواجه اصف ویلي وؤ چې پاکستان به خپلې ګټې دامریکا دګټو دپاره نه قرباني کوي.

کابل اؤ واشنګټن تورونه لکوي چې طالبان دپاکستان لاسپوسي دي اؤ دپاکستان دپوځ په لمسه افغانستان کې بریدونه کوي خو پاکستان بیا دریځ لري چې په طالبانو اثر نه لري.

امریکا دجنوري میاشت کې په پاکستان خپلې ټولې پوځي مرستې تړلي اؤ شرط یې ایښی چې ترڅو پاکستان خپله خاوره کې دطالبانو اؤ حقاني شبکې د پټو ځالو په ضد دقناعت وړ ګامونه نه وي اخستي امریکا به خپلې مرستې نه ورکوي.

خو پاکستان بیا وایي چې دترهګرو ډلو په ضد یې له توپیر پرته عملیات کړي دي.

XS
SM
MD
LG