لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکا وایي نه د روس داټومي وسلو په دعوؤ حیرانه ده،نه پرې ورته فرق پریوځي


امریکایي چارواکي وایي هغوئ د روس د صدر ولادیمیر پوټن په هاغو دعوؤ هیڅ حیران نه دي چې ګنې روسیې داسې اتومي وسلې لري چې په نړۍ کې هرځایې خپل هدف ویشتلی شي.

د روسیې صدر ولادیمیر پوټن د زیارت په ورځ دعوه کړې وه چې روسیې داسې اټومي وسلې هم جوړې کړي دي چې دهذف ویشتو مخه یې هیڅوک نه شي نیولی.

د امریکا سپینې ماڼۍ اؤ پینټاګان خپل غبرګون کې د روسیې دصدر دغه دوه “لویې چاري”بللې ده اؤ ویلي یې دي نه خو د روس لخوا د خپلو اټومي وسلو د عصري کولو په هڅه امریکا حیرانه ده اؤ نه ورته په دې څه پرق پریوځي.

د روسیې صدر تیره ورځ مرکزي اسمبلۍ ته پخپله وینا کې دا هم ویلي وؤ چې د ټیکنالوجۍ په میدان کې د روس بریالیتوبونه ددغه هیواد پوځ ته نړۍ کې یو نوی مقام ورکولی شي.

د روس صدر دامریکا اؤ دهغې دائتلافیانو له نوم اخستو پرته ویلي وؤ د” دوئ دا هڅې به بریالۍ نه شي چې روسیه په شا دیکه کړي اؤ اوس دوئ باید یو نوي حقیقت سره مخ کیدلو ته چمتو اووسي”

دامریکا د سپینې ماڼۍ ویاندې سارا هیکابي سینړرز خبریالانو ته ویلي صدر پوټن اخر هم هاغه حقیقت ومنلو چې دامریکا حکومت پرې له وړاندې څخه خبر ؤ.

هغې ویلي روسیه دتیرې یوې لسیزې راهسې دبې ثباتۍ دسوب جوړیدونکو داسې وسلو په تیارولو بوخته ده چې ددوه اړخیزه اؤ نړیوالو تړونونو څخه په ښکاره سرغړونه کې راځي.

دسپینې ماڼۍ ویاندې ویلي امریکا د خپلو اټومي وسلو د عصري کولو د هڅو ترڅنګ دا خبره هم باوري کوي چې دامریکا پوځي توان دې تل دپاره نه ماتیدونکی وي.

د پینټاګان ویاندې ډانا وائټ هم ویلي چې امریکا د روس د صدر په دعوؤ حیرانه شوې نه ده.

هغې ویلي پینټاګان په روسیې خپل نظر ساتلی اؤ روس چې د کومو وسلو خبره کړې ده دا یوې اوږدۍې مودې نه د تیاریدلو مرحله کې وې.

هغې امریکایي اولس ته ډاډ ورکړی چې دامریکا پوځونه په بشپړ ډول چمتو دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG