لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

پاکستان کې د سینیټ دپاره ټاکنې پیل شوي


په پاکستان کې دسینیټ انتخاباتو دپاره د رائیو ورکول پیل شوي دي اؤ ټاکل شوې ده دګرد هیواد څخه نن ۵۲ نوي ټاکل کیدونکي قانون سازان دسینیټ برخه جوړیږي.

دپاکستان دائین له مخې دسینیټرانو د ټاکنې موده شپږ کاله وي اؤ هر درې کاله وروسته د سینیټ نیم غړي دخپلې ائني مودې په پوره کولو دچوکیو څخه کوزیږي اؤ پاتې د سینیټ غړي دنورو نوؤ سینیټرانو ټاکنه کوي.

داځل هم دسینیټ په نیمو چوکیو (۵۲) ټاکنې کیږي چې پکې به ۱۲،۱۲ سینیټران د پنجاب اؤ سندهـ ۱۱،۱۱ سینیټران د خیبرپښتونخوا اؤ بلوچستان ایالتونو،څلور دقبائیلي سیمو اؤ دوه دپلازمینې اسلام اباد څخه ټاکل کیږي.

د ټاکنو دپاره د رائیو ورکولو عمل سحر په نه بجې دڅلورو واړو صوبو په اسمبلیو اؤ دفاټا اؤ اسلام اباد دچوکیو دپاره په قامي اسمبلۍ کې پیل شوی چې تر ماذیکر څلورو بجو به دوام دوام ولري.

نن کیدونکو ټاکنو کې ټول په ټوله ۱۳۵ کاندیدان برخه لري چې په هغوئ کې د خیبرپښتونخوا د۱۱ؤ چوکیو دپاره ۲۷ امیدواران ولاړ دي.

دخیبرپښتونخوا په دغو ۲۷ کاندیدانو کې ۱۴ په عمومي چوکیو،پینځه د ټیکنو کریټانو اؤاته د ښځو په چوکیو انتخاباتو کې برخه اخلي.

همدغه راز بلوچستان څخه ۲۵ امیدواران د سینیټ ټاکنو ته ولاړ دي چې پکې ۱۵په عمومي،شپږ دښځو اؤ ۴ د ټیکنوکریټانو په چوکیو دخپل قسمت ازموئنه کوي

XS
SM
MD
LG