لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

دافغان ځواکونو تازه عملیاتو کې نهه طالبان وژل شوي،۱۰ ژوبل


په افغانستان کې د افغان دولت اؤ طالبانو ترمینځ د سولې د هڅو ګړندي کیدو باوجود دطالبانو په ضد دامنیتي ځواکونو عملیات دوام لري اؤ ددفاع وزارت وایي چې دتیر یواشوارو په مهال نور ۱۹ طالبان وژل شوي اؤ ژوبل شوي دي.

چارواکي وايي مخالفینو ته دا مرګ ژوبله د هیواد په ۱۲ ولایتونوننګرهار ،لغمان ،پکتیکا ،لوګر ،کندهار،زابل ،فراه ،هرات ،تخار ،فاریاب ،نیمروز او هلمند کې اوښتې اؤ اوس هم عملیات دوام لري.

ددفاع وزارت د بیان له مخې په دغو عملیاتو کې دمخالفینو په ضد هوایي اؤ زمکني بریدونه شوي چې پکې نهه مخالفین وژل شوي اؤ‌ ۱۰ نور ژوبل شوي دي.

خبري سرچینې ویلي ،په شویو عملیاتو کې ۴ وسله وال مخالفین او ۶ تنه شکمن کسان هم نیول شوي دي.

دافغانستان اولسمشر اشرف غني روانه اوونۍ طالبانو ته د سولې پلان وړاندې کړی ؤ اؤ ویلي یې وؤ چې که هغوئ دسولې خبرو ته حاضر شي نو دولت به یې نه یوازې دیو سیاست طاقت په توګه اومني بلکې امتیازات به هم ورکړي.

خو ددې ترڅنګ اولسمشر غني دا هوډ هم ښکاره کړی چې طالبانو ته به دسیاست اؤ جګړې په دواړو ډګرونو کې ماتې ورکوي.

طالبانو د افغان دولت دسولې پلان ته غوڅ ځواب نه دی ویلی خو دافغان حکومت پځایې یې امریکا سره د خبرو اترو خواهش ښکاره کړی دی.

دا مهال دافغانستان په ګڼ شمیر اولسوالیو طالبان قابض دي اؤ په افغانستان کې دناټو کمانډر جنرال جان نیکلسن وایي دطالبانو د زور ماتولو دپاره ټوله نړۍ دافغان ځواکونو د پیاوړي کولو هڅې کوي.

جنرال جان نیکلسن د زیارت په ورځ خپله یوه مرکه کې منلې وه چې طالبانو په زیاتو اولسوالیو قبضه کړې وه خو ددغو اولسوالیو په ساتلو کې ناکام شوي دي.

واشنګټن اؤ کابل تور لګوي طالبانو سره د پاکستان استخباراتي شبکه ایي ایس ایي مرستې کوي خو اسلام اباد دغه تورونه نه مني

XS
SM
MD
LG