لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغانستان کې داعش ډله له پاکستانيو او افغان طالبانو څخه جوړه شوې ده، اتمر


د افغانستان د ملي امنيت سلاکار حنيف اتمر
د افغانستان د ملي امنيت سلاکار حنيف اتمر

د افغانستان د ملي امنيت سلاکار حنيف اتمر ويلي افغانستان کې داعش ډله د شام او عراق څخه نه ده راغلې د پاکستانيو او افغان طالبانو څخه جوړه شوې ده.

نوموړي ويلي هغه هېوادونه چې په افغانستان کې د داعش په اړوند څرګندوني کوي رادې شي د داعش شتون لرونکې علاقې دې وګوري او د نيول شوؤ داعشيانو څخه دې پلټنې وکړي تر څو په اصل يې خبر شي.

افغان استخباراتي ادارې پرون د (يکشنبې، اتوار) په ورځ ویلي کابل کې يې د داعش دوه مشکوک ترهګر نیولي څوک چې په کابل کې په وروستيو د څو ترهګرو بريدونو جوړؤنکي دي.

پژواک خبري ادارې ويلي حنيف اتمر د کابل پروسې په دوېمه غونډه کې په يوه ناسته کې د روس، ايران او پاکستان د استازو نيوکو ته ځوابونه ويلي دي.

د کابل پروسې په ناسته کې د پاکستان د بهرنيو چارو د وزارت مرستيالي تسنيم اسلم هم ګډون درلود او هغې د ډېورنډ په کرښه د ازغن تار لګولو سره په نورو موضوعاتو خبرې کړي خو اتمر ورته په ځواب کې ويلي د دواړو هېوادونو ترمنځ ډېرې مسلې شته بايد چې خبرې پرې وشي او ویل شوي په دغو موضوعاتو په دوه اړخيزه ناستو کې خبرې کېدی شي.

افغانستان او امریکا تور لګوي چې پاکستان په خپله خاوره حقاني شبکه او طالبان ساتلي او د دغه هېواد څخه په افغانستان کې ترهګري کوي.

پاکستان دغه تورونه لګوي او وايي په خپله خاوره يې د ټولو ترهګرو پرضد یو شان بې طرفه عمليات کړي او د ډېورنډ په کرښه ازغن تار لګوي او امنيتي پوستې جوړوي چې د ترهګرو په پوله د تګ راتګ مخه ونيسي.

په ډېورنډ د پاکستان لخوا ازغن تار لګېدو ته په اشارې سره افغان صدر اشرف غني په تېر اکتوبر کې ويلي ؤ، " " څوک چې فکر کوي چې په خاردار (ازغن) سيم به ولسونه سره بيل کړي، بيا دې فکر وکړي، مونږ چې توپونو او بمبارونو سره بيل نه کړو، سيمونه مو په تاريخ کې نه شي بېلولی".

د ډېورنډ افغان لوري ته د ننګرهار ولايتي شورا او نورو پرتو خلکو په ښکاره د ازغن تار لګولو مخالفت کړی او وايي دغه تار به نه پرېږدي.

افغانستان په رسمي ډول ډېورنډ نه مني. پاکستان په ۲۰۱۶م کال کې د ډېورنډ په نزدې دوه نيم زره کلوميټره پوله د ازغن تار لګولو او پوستو جوړولو کار پېل کړی او وايي د ۲۰۱۸م کال اخرې پورې به يې سرته ورسوي.

د روس او ايران استازو ويلي داعش په شام او عراق کې د ماتې خوړو وروستو افغانستان ته راغلې خو اتمر ويلي " افغانستان کې داعش ډله د شام او عراق څخه نه ده راغلې د پاکستان او افغان طالبانو څخه جوړه شوې ده خو په عراق کې د داعش د خپل سره خلافت مرستې ورسره وې".

نوموړي ويل په سلګونو داعشيان يې وژلي علاقې يې ترې پاکې کړي ۸۰ نيولي داعشيان خپلو هېوادونو ته سپارلي او ۷۰ اوس هم د افغانستان په زندانونو کې دي.

اتمر روس او ايران ته وړانديز کړی استخباراتي او امنيتي استازې دې راوليږي، د نيول شوؤ کسانو دې مالومه کړي چې څوک دي.

روس له دې وړاندې تور لګولی چې د افغانستان په شمالي برخو کې په زرګونو داعشيان فعالیتونه لري او ناپېژندلې هيلي کاپټرې دوي ته وسلې ورکوي، امريکا او افغانستان دغه تورونه رد کړي وو.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG