لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

کابل: د هيلي کاپټر غورځېدو پېښه کې پينځه بهرملګيان ژوبل شوي


افغان چارواکو ويلي د کابل پوځي اکېډمۍ کې دننه يو هيلي کاپټر غورځېدلې او هيلي کاپټر کې ناست پينځه بهر ملکيان ژوبل شوي دي.

اېسوسي اېټډ پريس د دفاع وزارت د ویاند جنرال دولت وزيري له قوله ويلي، د (يکشنبې/اتوار) په ورځ دغه پېښه رامنځته شوې او هيلي کاپټر د اوچتېدو نه لږه شېبه وروستو بيرته غورځېدلی دی.

نوموړي پېښه کې د پينځه ؤ بهرملکيانو ژوبلېدو پخلی کړی خو د هغوي په اړه يې نور مالومات نه دي شريک کړي خو دومره یې ويلي چې روغتيايي حالت يې ښه دی.

افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو وياند کېپټن ټام ګرېسبېک ويلي غورځېدلی هيلي کاپټر نه امريکايي او نه د نېټو ؤ.

نوموړي هم په دغه اړوند نور مالومات نه دي شريک کړي خو ويلي يې دي پېښه کې په ژوبل شوؤ کسانو کې د نېټو ځواکونه نه وو.

XS
SM
MD
LG