لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

پاکستان دې د ځان نه تپوس وکړي چې ولې په نړۍ کې يواځې شو، څیړونکي


پاکستاني چارواکي په امريکا تور لګوي چې د ترهګرو د مالي مرستو د څار په نوملړ کې شاملولو دپاره په نورو هېوادونو فشار اچوي چې د پاکستان پرضد رايې وکاروي.

خو واشنګټن پوسټ ليکلي پاکستاني چارواکو چې خبر شو چې د اېف ای ټي اېف (فاينانشل اېکشن ټاسک فورس) نه ورته د بندېزونو خطره ورپېښه ده سمدستي يې د ترهګرۍ پرضد قانون کې بدلون وکړ، د تندلارو مذهبي ډلو د مالي سرچینو او پنګو تړلوګامونه يې پورته کړه.

د خبرپاڼې ترمخه څيړونکي ګڼي چې د پاکستان د څار په نوملړ کې اچولو پرېکړه يواځې د امريکې نا بلکې د نړيوالې ټولنې وه.

په واشنګټن کې د ولسن نړيوال مرکز څيړونکی مائيکل کيلمېن ويلي، " دا يواځې د امريکې د فشار تګلاره (حربه) نه وه دا د هغو فکر لرونکو قومونو ګډه فېصله وه د کومو چې د پاکستان نزدې ملګرو مخالفت نه ؤ کړی، او هغه ټولې اوازې چې واشنګټن ـ پاکستان خپلې رويې بدلولو ته اړباسي دا اقدام به دهغې نه مختلف وي".

امریکې تېره میاشت په غېر قانوني توګه د پېسو لېږلو د څار نړیوالې ادارې اېف ای ټي اېف ته وړانديز کړی ؤ چې پاکستان دې د نړیوالو ترهګرو د مالي مرستو کوونکو هېوادونو په نوملړ کې شامل کړي.

د اېف ای ټي اېف غونډه په پېرس کې شوې خو چين، سعودي عرب او ترکي اول د پاکستان په حق کې خبره کړې او بيا سعودي عرب د خپلې خبرې په شا شوی خوپاکستان ته د درېو میاشتو پورې وخت ورکړی شوی او د څار په نړيوال تور نوملړ کې نه ؤ شامل کړی شوی.

د پاکستان د بهرنو چارو د وزارت وياند محمد فېصل د فرورۍ په وروستۍ نېټه ويلي ؤ، "پاکستان په جون کې د څار په 'خړ لیسټ' کې شاملېږي، خو د اوس لپاره دا امکان نه لیدل کېږي، چې پاکستان دې د ترهګرو د مالي سرچینو د نه تړلو په تور د څار په نړیوال 'تور لیسټ' کې هم شامل کړل شي".

د مالي چاروياد کارپوهه خرم حسېن واشنګټن پوسټ ته ویلي، "پاکستاني قانون ساز بايد د ځان نه تپوس وکړي چې څنګه د تحریک سپانسرانو چين او سعودي عرب خپل ذهنونه بدل کړه ايا مونږ په تندۍ سره ځان يواځې کوو، او ولې؟ مونږ ته د خپل کور سمولو ضرورت دی".

ښاغلي خرم حسېن زیاته کړې "مونږ له دا احساس پکار دی چې تندلارې ډلې په بهرنۍ پاليسۍ کې د وسيلي په توګه کارول ملک د سخت بد حالت سره مخ کوي مونږ (پاکستان) بايد د دغو ډلو پرضد کلک او رښتوني ګامونه واخلو".

امريکا، افغانستان او هند ادعا کوي چې پاکستان په خپله خاوره افغانستان کې ترهګري کوونکې تندلارې ډلې حقاني شبکه او نور طالبان ساتي او د هند په ممبۍ کې په ترهګرو بریدونو تورن حافظ سعيد او د هغه د ډلې پرضد ګامونه نه اخلي.

خو پاکستان د افغانستان په اړوند تورونه ردوي او وايي په وروستيو کې يې د حافظ سعيد د جماعت الدعوه او د فلاح انسانيت فاؤنډېشن دفترې په خپله ولقه کې اخستي او د بېنک اکاؤنټونه يې ورله تړلي دي.

پاکستان د ۲۰۱۲م نه تر ۲۰۱۵م پورې هم د ترهګرو د مالي سرچینو د نه تړلو په تور د څار په نړیوال خړ لیسټ کې شامل شوی ؤ.

ټاکل شوې چې پاکستان به د مئي په میاشت کې د مالیې د څار نړیوالې ادارې ته د ترهګرو د مالي سرچینو د تړلو پلان وسپاري، که ومنل شو نو رسمي اعلان به وشي چې پاکستان د څار په خړ لیسټ کې شامل شو، خو که ونه منل شو نو کېدای شي له شمالي کوریا او ایران سره د څار په تور لیسټ کې شامل کړل شي.

XS
SM
MD
LG