لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

چارواکي: بلوچستان کې د وچکالي له امله ډیر خلک کډه کیدی شي


د چاپېریال ژغورنې د حکومتي ادارې مرستیال مشر عین الدین آغا وي.او.اې ډیوه ته ویلي، د موسمي بدلون زیات اغېز پر بلوچستان دی او د ایالت په ۳۲ ضلعو کې ۱۸ ضلعې داسې دي چې د اوبو کچه پکې هر کال له دوو څخه تر درې نیم میتره لاندې روانه ده

پاکستاني چارواکي وایي په بلوچستان ایالت کې وچکالي او تر مځکې لاندې د اوبو کمښت ورځ تر بله خطرناکه بڼه اخلي او که سملاسي ګامونه وا نه خیستل شول، نو د مرکزي ښار کوټې په ګډون به له ډېرو سیمو خلک کډه کېدو ته اړ شي.

د چاپېریال ژغورنې د حکومتي ادارې مشر عین الدین آغا وي.او.اې ډیوه ته ویلي، د موسمي بدلون زیات اغېز پر بلوچستان دی او د ایالت په ۳۲ ضلعو کې ۱۸ ضلعې داسې دي چې د اوبو کچه پکې هر کال له دوو څخه تر درې نیم میتره لاندې روانه ده.

ښاغلی عین الدین وایي لږ یا ډېر بارانونه چې کېږي د هغو اوبو د مهار کولو لپاره بندونه نه شته او پر دې برسېره کروندګر نوې برمې (ټیوب وېلونه) هم وهي.

نوموړي وایي په بلوچستان کې د اوبو د کارونې او زېرمې لپاره تر اوسه څرګنده حکومتي تګلاره نه شته او نه هم د ځنګلونو د رېبلو د مخنیوي او یا د نورو درختو د لګولو لپاره تر اوسه عملي اقدامات شوي دي.

عین الدین وایي که وضعه همداسې روانه وه، نو په راتلونکو پینځو کلونو کې به خلک د اوبو د کاختۍ له امله په لوړه کچه کډه کېدو ته اړ شي.

د کښت او کروندې د څانګې کارپوه او د ملګرو ملتونو د پرمختیایي ادارې ایالتي مشر ډاکټر خیرمحمد کاکړ وایي، مخکې بلوچستان هر کال ۱۸۰ ملي میټره بارانونه درلودل، خو سږ کال یواځې تر ۱۰ ملي میټره پورې باران شوی دی او کېدای شي دغه وضعه په راتلونکو کلونو کې هم دوام ولري.

ډاکټر خیرمحمد وایي د بلوچستان کروندګر باید د خپلو باغونو او کښتونو طرز بدل کړي او داسې درختې ولګوي چې اوبه کمې غواړي او د حاصلاتو بیې یې زیاتې وي. هغه وویل حکومت باید د خلکو د پوهاوي لپاره بیړنی کمپاین وچلوي، چې څرنګه باید اوبه زېرمه کړي، ورشو څه ډول خوندي وساتي او د څارویو د خوراک لپاره باید څه ډول کښتونه وکري.

عین الدین آغا وایي، بلوچستان هر کال ۱۱ اربه کیوبیک میټره اوبه لري او له دې څخه ۹ اربه کیوبیک میټره اوبه ضایع کېږي، خو حکومت د اوبو د بندونو د جوړولو کار پیل کړی دی او په تېرو لسو کلونو کې یې اتیا غټ او کوشني بندونه جوړ کړي دي.

د ده په وینا لویه ستونځه نارجسټر شوې برمې دي. یواځې د کوټې ښار په ۲۲۵۰ برمو کې ۱۸۰۰ نارجسټره دي او دغه شمېر مخ په زیاتېدو دی. هغه وویل په بلوچستان کې تر ۲۰۰۷م کال پورې ۱۵۰۰۰ برمې وې، خو په لسو کلونو کې دا شمېر ۳۰۰۰۰ ته رسېدلی دی.

ډاکټر خیرمحمد وایي په بلوچستان کې د اوبو کچه د ډېر لاندې تګ له امله په مځکه کې دننه تشه (خلا) پیدا شوې ده او ډېره وړه زلزله هم د دې سبب کېدای شي چې ډېر ځاني او مالي تاوانونه واړوي.

  • 16x9 Image

    نصير کاکړ

    نصیر کاکړ د کال ٢٠٠٢ راهسې وړمبی په کوټه او وس په واشنگټن کې د وایس اف امریکا سره د خبریال په توگه خدمات ترسره کوي. نصیر کاکړ د وي او ای ډیوه لپاره د نړي والو چارو ترڅنگ، د افغانستان، پاکستان او  ایران او په یو شمیر نورو موضوعاتو ملټي میډیا خبرونه او رپورټونه تیاروي.

     

XS
SM
MD
LG