لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

چمن کې سي ټي ډي د څلورو ترهګرو وژلو ادعا کړې


د بلوچستان صوبې د ترهګرۍ پرضد عملیات کوونکو پوليسو (سي ټي ډي) ادعا کړې چې د چمن پولې ته نزدې يې عمليات کړي او څلور ترهګر يې پکې وژلي دي.

د سي ټي ډي چارواکو ويلي د ګل او نهې په منځنۍ شپه کې يې د چمن په بوغره علاقه کې د ترهګرو د موجودګۍ په خبر عمليات کړي او تندلارو سره یې مقابله شوې ده.

سي ټي ډي ویلي په مقابله کې څلور ترهګر وژل شوي او د هغوي د ولقې نه په غټه کچه وسله، بمونه او خودکش جېکټونه هم ترلاسه شوي دي.

د سي ټي ډي سرچينو ويلي د وژل شوؤ ترهګرو تعلق د تحريک طالبان پاکستان سره دی.

په سمدستي ډول د وژل شوؤ ترهګرو د پېژندګلو په اړوند څه نه دي ويل شوي.

چمن کې دغه عمليات په داسې حال کې شوي چې په وروستيو کې د صوبې په سر ښار کوټه کې په پوليسو خونړي وژونکي بريدونه سېوا شوي دي.

نزدې يوه اوونۍ وړاندې په کوټه کې د ملېشې ځواک او ليويز د يو کېمپ سره نزدې چاؤدنه شوې چې په نتيجه کې يې څلور سرتيري وژل شوي او اووه نور ژوبل شوي وو.

هم په دغه ورځ د کوټې په سمنګلي روډ باندې د پوليس مشر په ګاډي وسله وال بريد شوی او دوه پوليس سرتيري پکې وژل شوي وو.

په کوټه کې د تازه بريدونو زمه واري چا په څرګنده نه ده منلې خو په بلوچستان کې په وروستيو کې په پوليس او امنیتي ځواکونو د بريدونو زیاتې زمه وارۍ د طالبانو جماعت الاحرار ډلې منلې دي.

XS
SM
MD
LG