لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د هند او پاکستان د وسلو زغل، پاکستان د بل میزايل تجربه کړې


د پاکستان سمندري او فضايي ځواک د لرې فاصلې پورې د کشتۍ ضد کروز ميزايل (اېنټي شپ کروز میزايل) ازموينه (تجربه) کړې ده.

د ميزايل ازموينه کې سمندري جنګي جهاز پي اېن اېس سېف او هوايي جنګي الوتکه جی اېف ـ ۱۷ تنډر کارول شوي دي.

د سمندري ځواک د ویاند ترمخه بحېره عرب سمندر کې د ميزايل ازمو ينه د رباط ـ ۱۸ تمرين په مهال شوې ده.

د جی اېف ـ ۱۷ تنډر نه C -802 AK په سمندر کې ويشتی شوی او د پي اېن اېس سېف سمندري جهاز څخه په سمندر کې د C -802 کاميابه ازموينه شوې ده.

د ميزايل د فاصلې په اړوند څه نه دي ويل شوي چې څومره د لرې ويشتو توان لري.

د میزايل ازموينې په مهال د پاکستان د سمندري او هوايي ځواکونو مشران هم موجود وو.

پاکستان دغه ميزايل ازموينه په داسې حال کې کړې چې په روانه او تېره مياشت کې هند هم دوه ميزايل تجربې کړي دي.

پاکستان او هند باندې د اوږدې مودې نه نيوکې کيږي چې په ايټمي وسلو سمبال ګاونډي هېوادونه د وسلو په زغل کې بوخت دي.

د دواړو هېوادونو په اړوند ويل کيږي چې دفاعي بوديجه (بجټ) کال په کال سېوا کوي او نوې نوې وسلې او ميزايلې پرې جوړوي.

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG