لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

افغانستان کې دسولې دپاره دنړۍ مشران ازبکستان کې ستره غونډه کوي


ټاکل شوې افغانستان کې د سولې دټینګښت په اړوند یوه ستره نړیواله غونډه روانه میاشت دازبکستان په پلازمینه تاشقند کې جوړیږي چې پکې به دپاکستان په ګډون دنړۍ دګڼو هیوادونو چارواکي برخه واخلي.

دازبکستان دبهرنیو چارو د وزارت له مخې دغه دوه ورځنۍ غونډ به د مارچ په ۲۶مه اؤ ۲۷کیږي چې پرانسته به یې دافغانستان اولسمشر اشرف غنئ اؤ دازبکستان اولسمشر شوکت میرازیف کوي.

تیره اوونۍ دکابل پروسې په ناسته کې دافغان اولسمشر ښاغلي اشرف غني لخوا مخالفو طالبانو ته د سولې له وړاندیز روسته به دا دوهمه ستره نړیواله غونډه وي چې افغانستان کې دسولې دټینګښت په اړوند به پکې دنړۍ مشران غور اؤ بحث وکړي.

دافغانستان طلوع تلویژیون ویلي دغې غونډې ته د ملګرو ملتونو دعمومي سکتر انتونیو ګوتریش ترڅنګ دامریکا، چین ،روس،برتانیې ایټالیا،فرانس،ترکي هند،ایران،پاکستان،سعودي عرب ،قزاقستان،تاجکستان،ترکمنستان اؤ محده عرب اماراتو دبهرنیو چارو وزیران هم وربلل شوي

افغان اولسمشر اشرف غني له وړاندې څخه اعلان کړی چې که چرې طالبان د سولې دبهیر سره یوځایې شي نو هغوئ ته به دیوسیاسي قوت په توګه ټولټاکنو کې دبرخې دموقعې ورکولو ترڅنګ یو شمیر امتیازات ورکړي.

خو طالبان وایي چې هغوئ دافغان دولت سره دخبرو پځایې امریکا سره نیغ په نیغه خبرې کول غواړي.

امریکا هم په طالبانو ټینګار کړی چې دامریکا پځایې افغان دولت سره خبرو ته کښیني خو طالبانو له تر دې مهاله افغان حکومت سره مذاکراتو ته امادګي نه ده ښودلې.

په دې وروستیو کې افغان دولت طالبانو سره د سولې هڅې چټک کړي اؤ روانه میاشت دافغانستان دملي امنیت مشاور ښاغلي حنیف اتمر سعودي ته هم دخپل سفر په مهال دسعودي عرب چارواکو نه افغانستان کې دسولې په ټینګښت کې د خپل رول ترسره کولو غوښتنه کړې ده.

پاکستان چې د افغان طالبانو په ملاتړ تورن دی په افغانستان کې دناټو کمانډر جنرل جان نیکلسن پخپله یوه مرکه کې ویلي چې واشنګټن اؤ اسلام اباد خپلو کې په پراخه کچ تماسونه پیل کړي ترڅو په طالبانو دسولې دمذاکراتو دپاره فشار راوړل شي.

دپاکستان دبهرنیو چارو وزیر خواجه اصف تیره اوونۍ ویلي وؤ که افغان دولت طالبانو سره خبرې اترې کوي نو دا مذاکرات به د دوؤ سیاسي قوتونو ترمینځ وي اؤ پاکستان به پکې خپل مثبت رول لوبوي.

XS
SM
MD
LG