د پاکستان سپر ليګ (پي اېس اېل) درېم په روانو سیالیو کې په ۱۶م لوبه کې ملتان سلطان د پېښور زلمي لوبډلې ته په ۱۹ رنزونو ماتې ورکړې ده.
د لوبې پچه، ټاس د پېښور لوبډلې ګټلی او لمړی بيټنګ يې د ملتان لوبډلې ته ورکړی ؤ.
د پېښور زلمي په لمړي بيټنګ کې په درېو لوبغاړو سوځېدو په ټاکلو ۲۰ اوورونو کې ۱۸۳ رنزونه جوړ کړي خو د پېښور زلميو په اته لوبغاړو سوځېدو ۱۶۴ رنزونه جوړ کړه.
د پېښور په لوبډله کې محمدحفيظ ۵۶ او لييم ډوسن ۳۲ رنزونه جوړ کړي دي.
د ملتان په بالرانو کې سهېل تنوير او کيرن پولارډ درې درې او محمدعرفان دوه وکټې اخستې دي.
د دواړو لوبډلو دا شپږمه سيالي وه.
د ملتان لوبډلې څلور او د پېښور لوبډلې درې سيالي وګټلې.
پې اېس اېل درېم کې شپږ لوبډلې برخه اخلي له دې وړاندې تېر کال د پي اېس اېل اتلو د پېښور لوبډلې ګټلې وه.