د افغانستان او پاکستان ديني عالمان روانه مياشت په انډونيشيا کې د افغانستان د سولې دپاره ناسته کوي، د انډونيشيا حکومت دغه ناسته راجوړه کړې ده.
د انډونيشيا مرستیال صدر یوسف کالا د سه شنبې/ نهې په ورځ ویلي، "مونږ هیله کوو چې دغه ناسته يا کانفرنس به داسې دوه اړخيزه تړون يا فتوه جاري کړي چې په افغانستان کې ترې سوله راشي".
د جکارته ګلوب ورځپاڼې ترمخه مرستیال صدر او د بهرنيو چارو وزير رتنو مرسودي د انډونيشيا د علماؤ د شورا د مشر سره ليدلي او د روانې میاشتې د ۱۵نه ۱۹م نېټې پورې کېدونکي کانفرنس باندې يې ورسره خبرې کړي دي.
انډونيشیا کې د افغان او پاکستاني علماؤ سره د انډونيشيا علما د افغان سولې دپاره ناسته په داسې حال کې کوي چې په وروستيو کې د کابل د سولې پروسې په دوېمه ناسته کې د انډونيشيا مرستیال صدر او د بهرنيوچارو وزير ګډون کړی ؤ.
د جنورۍ په مياشت کې د پاکستان د ۱۸۰۰ نه زياتو ديني عالمان يوه فتوره ورکړې او په دغه هېواد کې يې ځانمرګي بريدونه حرام ګرځولي وو.
په دغه فتوه کې ويل شوي ؤ چې څوک په دغه هېواد کې د جهاد په نوم ځانمرګي بريدونه کوي دوي د اسلام نه باغيان دي او ریاست بيا حق لري چې د دوي پرضد ګامونه واخلي.
د پاکستاني علماؤ فتوې ته په غبرګون کې د افغانستان ديني علماؤ ناقصه، نيمګړي او سياسي ويلې وه.
هم دغه راز د افغانستان صدر اشرف غني د پاکستاني علماؤ لخوا د ځانمرګو بريدونو حرام ګرځولو ته په اشارې سره ويلي ؤ، "اسلام د ټولو مسلمانانو دپاره دی، څوک چې د مسلمانانو ترمنځ د خپلو سياسي ګټو دپاره په خپلو فتوؤ کې توپيرکوي او د مسلمانانو قتل عام ته قانوني بڼه ورکوي دا جنګي جنايتکاري ده بايد بندېز پرې ولګول شي".
د انډونيشيا مرستيال صدر ويلي علما د جنګ ځپلي هېواد افغانستان په تل پاتې امن راوستو کې مهم رول لوبولی شي.
د انډونيشيا د علماؤ د څانګې مشر محي الدين جنېدي ويلي په کانفرنس کې به د درېو واړو هېوادونو ۱۵، ۱۵ عالمان برخه اخلي.
نوموړي دا هم ويلي په ناسته کې د طالبانو د ممکنه استازيتوب له امله په ټاکل شوې نېټه کې بدلون هم کېدی شي.