لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د چیف جسټس په قسم خوړو اندېښمن يم، فرحت الله بابر


د پاکستان پيپلز ګوند فرحت الله بابر ويلي د سترې محکمې په فېصلو او قاضيانو په بيانونو اندېښمن دی، ځکه چې قاضيان قسم خوري او د قانون په ځای په فېصلو کې د شعرونو حواله ورکوي.

فرحت الله بابر په برني اېوان کې سېنېټ کې د خپلې مخه ښې په وينا کې ويلي، " زه اندېښمن يم چې کله زمونږ محترم جج صاحبان چې د ايين او قانون دحوالې ورکولو په ځای د شعرونو حواله ورکوي".

بابر زياته کړې چې "زه اندېښمن يم چې کله چيف جسټس قسم خوري او وايي چې زما سياسي ايجنډا نشته" او په دې اندېښمن يم چې کله جج د خپل عزت دپاره د عدالت د سپکاوي د قانون نه کار اخلي.

هغه وويل دې حالاتو ته چې ګورم زه ويريږم چې هسې نا د کال ۲۰۱۸م عام انتخابات د عدليې په اړوند د رېفرنډم انتخابات او کال ونه ګرځي.

نوموړي وويل " زه د دې د اېوان د لارې ججانو ته خواست کوم چې داسې لار نه خپلوي چې نتيجه يې د کال ۲۰۱۸م انتخابات د اقتصادي مسلو او د پاکستان د امنيت په ځایې د عدليې په اړوندرېفرنډم وګرځي".

ښاغلي بابر وويل، " زمونږ د کلي بابا رحمتی وايي چې ائين سرلوړی دی خو هغه دا هم وايي چې ائين دا دی چې زه څه وايم".

فرحت الله بابر وويل په ۱۸ م اييني بدلون کې د ګوتې وهلو هڅې کيږي "او که داسې وشوه نو هسې نه چې وړې صوبې په قامي اسمبلۍ کې هغه د برابرۍ غوښتنه وکړي کومه فارموله چې پنجاب د مشرقي پاکستان په اړوند ورکړې وه".

مشرقي پاکستان په کال ۱۹۷۱م کې د پاکستان نه جدا شوی او د برابرۍ نه ترلاسه کېدو په اساس ځانله د بنګله دېش په نوم بيل ملک جوړ شوی دی.

فرحت الله بابر خبرداری ورکړی چې په ملک خطرې راخورې دي ملک به خوندي کول وي او د ملک ساتنه د دې پارلیمان زمه واري ده.

اخره کې نوموړي وويل دا به په سېنېټ کې د هغه وروستۍ وېنا وي خو د پارلمان نه بهر هغه څوک نشي غلی کولی.

د سېنېټ په غونډه کې د سېنېټ چيئرمېن رضا رباني د افسوس څرګندونه کړې چې د اسمبلۍ اسپيکر ته د عدالت د سپکاوي نوټس ورکړی شوی دی.

نوموړي دغه خبره د خېبرپښتونخوا د اسمبلۍ سپيکر اسدقېصر پله په اشارې کولو سره کړې چې کله د بلديو کمار په اسمبلۍ کې سوګند پورته کولو په مهال اړی ګړی جوړ شوی او سوګند نه ؤ پورته کړی شوی د پېښور هائيکورټ په دغسې کېدو سپيکر ته د سپکاوي نوټس ورکړی ؤ.

د پاکستان په عدالتونو او په ځانګړي ډول د سترو عدالتونو د قاضيانو په فېصلو وخت په وخت سياستمدار نیوکې کوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG