لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان: دطالبانو اؤ افغان دولت ترمینځ سوله کې کردار ادا کولو ته چمتو یو


دپاکستان دبهرنیو چارو وزیر خواجه اصف ویلي پاکستان چمتو دی چې دافغان دولت اؤ طالبانو ترمینځ د روغې هڅو کې خپل رول ولوبوي.

تیره اوونۍ دافغان اولسمشر اشرف غني لخوا طالبانو ته د سولې د وړاندیز نه وروسته امریکایي چارواکي وایي پاکستان سره یې تماسونه پراخه کړي ترڅو طالبان افغان دولت سره مزاکراتو ته کښینول شي.

یو شخصي ټیلي ویژن چینل سره په خبرو کې دپاکستان دبهرنیو چارو وزیر ښاغلي خواجه اصف ویلي” اوس چې په افغانستان کې د روغې جوړې هڅې روانې دي که په دې کې دپاکستان کردار ته اړتیا ولیدل شوه نو پاکستان چمتو دی چې خپل کردار ادا کړي”

افغان اؤ امریکایي چارواکي پاکستان د طالبانو په مرسته تورنوي اؤ دریځ لري چې افغانستان کې په جګړه بوختو طالبانو ته دپاکستان مرسته ترلاسه ده خو پاکستان دغه تورونه ردوي اؤ وایي په طالبانو نفوذ نه لري.

په تیرو وختونو کې دپاکستان لوړپوړو پوځي جنرالانو اؤ حکومتي مشرانو په ډاګیز ډول خپلو څرګندؤنو کې منلې ده چې طالبان هغوئ( پاکستان) افغانستان کې دخپلو ګټو خوندي کولو په موخه راپورته کړي.

دبهرنیو چارو وزیر خواجه اصف ویلي” افغان دولت اؤ طالبان دواړه افغانان دي اؤ که چرې هغوئ خپلو کې دخپل کور خبرې راجوړوي نو له دې بله هیڅ ښه خبره نه شته”

ښاغلي اصف ومنله چې دا مهال دپاکستان اؤ امریکه اړیکې تاوژنې اؤ د بې باورۍ ښکار دي خو وئ ویل دواړه خواوې هڅې کوي چې خپلو اړیکو کې تناونه کم کړي.

امریکا د جنوري په میاشت کې په پاکستان خپلې ټولې پوځي مرستې تړلي اؤ شرط یې ایښی چې دغه مرستې به ترهغې نه ورکوي ترڅو چې پاکستان خپله خاوره کې د طالبانو اؤ حقاني شبکې دجنګیالو دخوندي ځالو په ضد دقناعت وړ ګامونه نه وي اخستي.

خو دپاکستان دبهرنیو چارو وزیر وویل چې پاکستان دترهګرۍ په ضد جګړه کې ډیرې قربانۍ ورکړي دي اؤ اوس که امریکا هر څه وایي پاکستان به خپلو ګټو ته ګوري.

هغه وویل” زه فکر نه کووم چې دامریکا اؤ پاکستان ترمینځ دا بې باوري به ختمه شي د دواړو هیوادونو ترمینځ اړیکې ساتل دپاکستان اؤ امریکا دواړو مجبوري ده”

هرڅو که امریکایي چارواکي وایي چې په پاکستان یې فشارونه سیوا کړي ترڅو طالبان افغان دولت سره خبرو ته کښینوي خو پاکستان لا تراوسه په غوڅ ډول نه دي ویلي چې طالبانو سره یې دسولې دپاره تماسونه نیول پیل کړي که نا؟

طالبانو هم تر دې مهاله افغان دولت ته د سولې د وړاندیز په اړوند کوم غوڅ جواب نه دی ورکړی خو هیله یې ښکاره کړې ده چې هغوئ امریکا سره نیغ په نیغه خبرې کول غواړي.

ولې امریکایي چارواکو د طالبانو ددغه خواهش برعکس په هغوئ غږ کړی چې دامریکا پځایې دافغان دولت سره خبرو ته کښیني.

افغان اولسمشر اشرف غني ویلي چې که چرې طالبان دسولې بهیر سره یو ځایې شي نو د هیواد دیو سیاسي قوت په سترګه به ورته وکتل شي اؤ په ټولټاکنو کې دبرخې دموقعې ورکولو ترڅنګ به ورته یو شمیر امتیازات هم ورکړل شي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG