لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پر نړیوال فشار برسېره پنجاب هایکورټ وایي حافظ سعید مه نیسئ او مه یې نظربند ساتئ


د پاکستان د پنجاب صوبې یوه اعلی عدالت د دې هېواد مرکزي او صوبایي حکومت ته امر کړی، چې نړیوال ترهګر پېژندل شوی او د جماعت الدعوه ډلې مشر حافظ سعید ونه نیسي او نه یې په خپل کور کې نظربند وساتي.

پر پاکستان له څو کلونو راهیسې نړیوال فشار دی چې د پخوانۍ وسلوالې ډلې لشکرِ طیبه د مشر حافظ سعید هڅې محدودې کړي او په هند کې د ترهګرو بریدونو په تړاو یې ونیسي، خو پاکستان نه یواځې هغه نیسي نه، بلکې هغه چې په ولسي غونډه کې برخه اخلي او خلک ښکاره توندروۍ ته پاروي، حکومت یې د مخنیوي هڅه نه کوي.

حافظ سعید د جنورۍ په ۲۳مه د لاهور هایکورټ ته درخواست ورکړی وو او پکې ویلي یې وو، اندېښمن دی چې کېدای شي حکومت یې د امریکې او هند د فشارونو په نتیجه کې ونیسي. پر درخواست یې د جنورۍ په ۲۵مه په لومړۍ اورېدنه کې عدالت حکومت ته امر کړی وو چې هغه ونه نیسي.

لاهور هایکورټ په هغه اورېدنه کې له حکومته سپیناوی غوښتی وو او امر یې ورته کړی وو، چې د حافظ سعید د لګېدلي تور په اړه- چې ګواکې وبه نیول شي- لیکلی ځواب وړاندې کړي، خو د شورو- چارشنبې د ورځې په اورېدنه کې مرکزي او د پنجاب حکومت په دې اړه لاهور هایکورټ ته ځواب وړاندې نه کړ او د نور وخت غوښتنه یې وکړه.

ډان انګرېزي ورځپاڼه لیکي، چې عدالت د مرکز او پنجاب حکومت په اړه خواشیني څرګنده کړه چې له قانوني امر څخه یې سرغړونه کړې ده. د لاهور د اعلی عدالت قاضي امین الدین خان چې د حافظ سعید د درخواست اورېدنه یې کوله، مرکزي او صوبایي حکومتونو ته بیا امر وکړ، چې د اپرېل تر ۴مې نېټې عدالت ته خپل ځواب وړاندې کړي.

د پاکستان مرکزي حکومت په فبرورۍ میاشت کې اعلان وکړ، چې ناقانونه اعلان شویو ډلو جایدادونه او بېنکي حسابونه به وتړي او په همدې ترڅ کې پنجاب حکومت په پینډۍ ښار کې د حافظ سعید په مشرۍ د جماعت الدعوه ډلې او فلاح انسانیت فاونډېشن یوه اداره (مدرسه حدیبیه) او څلور روغتیایي مرکزونه په خپله ولکه کې واخیستل.

خو د پاکستان مرکزي او د پنجاب صوبایي حکومت تر اوسه څه نه دي ویلي، چې حافظ سعید به هند او امریکې په غوښتنه د ممبۍ د ۲۰۰۸م کال د بریدونو په تور ونیسي.

د پاکستان وزیراعظم شاهد خاقان عباسي په تېره جنورۍ میاشت کې ویلي وو، چې پر حافظ سعید تر اوسه هیڅ تور نه دی ثابت شوی او نه هم هغه په کومه مقدمه کې مجرم پېژندل شوی، ځکه یې د نیولو امر نه شي کولای.​

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG