دپاکستان د بهرنیو چارو سکترې تهمینه جنجوعه ویلي دامریکا اؤ پاکستان ترمینځ دښو اؤ دائمي اړیکو دپاره اړینه ده چې دواړه خواړې په خلاص مټ دیو بل په اندیښنو خبرې وکړي.
هغې ویلي پاکستان امریکا سره خپلې اړیکې پرمخ وړل غواړي خو دغه اړیکې امریکا دپاره هم پرمخ وړل دومره ضروري دي څومره چې پاکستان دپاره دي.
دپاکستان دبهرنیو چارو سکتره دا مهال دامریکا په سفر ده اؤ خپل دا سفر په داسې حال کې کوي چې دتیرو څو میاشتو راهسې دامریکا اؤ پاکستان اړیکې زیاتې تاوژنې شوې دي.
امریکا دپاکستان څخه غواړي چې پخپله خاوره کې د طالبانو، حقاني شبکې اؤ نورو ترهګرو ډلو د خوندي ځالو په ضد ګامونه واخلي خو پاکستان وایي چې دترهګرو ډلو پالنه نه کوي اؤ دهغوئ په ضد یې بې توپیره ګامونه اخستي دي.
تیرماښام واشنګټن کې دپاکستان په سفارتخانه کې خبریالانو سره خبرو کې میرمن جنجوعه ویلي امریکا ته دهغې په دې اوسني سفر کې به ددواړو هیوادونو چارواکي په پوځي اؤ حکومتي دواړو کچو خبرې اترې وکړي.
هغې وویل د تیرو اویاؤ کالو په مهال چې دواړو هیوادونو کومې خبرې اؤ ګډ کار کړی دی هغه باید پرمخ ولاړ شي.
په دغه مهال دپاکستان دبهرنیو چارو سکترې افغانستان کې دسولې په اړوند د روانو هڅو ستائنه هم کړې اؤ ویلي یې دي پاکستان باور لري چې افغان کشاله یوازې په افغان شموله خبرو اترو هواریدلی شي.
هغې وویل” دا دخوښۍ ځایې دی چې افغان دولت د یو روښانه سبا دپاره طالبانو سره سولې ته لیوالتیا ښودلې”
هغې ویلي پاکستان افغانستان ته د پینځوؤ کاري ډلو د جوړولو وړاندیز کړی اؤ کله چې دغه کاري ډلې خپل کار پیل کړي نو هیله ده چې دپاکستان اؤ افغانستان تر مینځ به په ټولو ستونزو خبرو ته لاره هواره شي.
افغان چارواکي په پاکستان دطالبانو دپاللو اؤ افغانستان کې جګړو ته دلمن وهلو تورونه لګوي خو پاکستان دغه تورونه ردوي اؤ افغانستان کې روانه ناقراري دافغان دولت خپله کمزوري ګرځوي.
واشنګټن هم د تیرې څه دپاسه یوې لسیزې راهسې په اسلام اباد د ترهګرو ډلو دسرپرستۍ تورونه لګوي اؤ د روان کال دپیل نه یې په پاکستان خپلې ټولې پوځي مرستې هم تړلي دي.
خو څیړونکي وایي چې د طالبانو دمزاکراتو میز ته د راوستلو دپاره یو ځل بیا امریکا دپاکستان دخدماتو ترلاسه کولو هڅې کوي اؤ امریکا ته د پاکستان دخارجه سکترې دا اوسنی سفر هم ددغو هڅو د لړۍ یو کړۍ ګڼل کیږي