لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دمشال خان وژنه کې ککړ"عارف د طورخان زوئ "ونیول شو


عارف دطورګل زوي
عارف دطورګل زوي

پولیس وایي د مشال خان د وژنې په دوسیه کې شامل مهم کردار عارف د طور ګل زوئ یې د مردان د چمتار سیمې څخه نیولی دی.

عارف چې خیبرپښتونخوا صوبه کې د واکمن ګوند تحریک انصاف د مردان څخه تحصیل کونسلر هم دی دمشال خان د وژنې نه وروسته په یوه ویډیو کې دمشال د وژنې اقرار کړی ؤ اؤ له هغې وروسته تر دې مهاله مخرور ؤ.

خو دزیارت په ورځ د مردان دپولیسو ضلعي مشر یا ډي پي او ډاکټر میاسعید وائس اف امریکا ډیوه ته ویلي چې دپي ټي ایي‌کونسلر عارف یې دمشال له وژنې قابو ۱۱ میاشتې وروسته تیره ورځ د مردان چمتار سیمې نه ونیولو.

ډاکټر میا سعید وویل سیمه کې د عارف دموجودیت په اطلاع ترلاسه کولو یې دهغه دنیولو دپاره د پولیس دځانګړو عملیاتو یوه ډله ټاکلې وه چې د عارف په نیولو کې بریالۍ شوې ده .

دجرنلزم دڅانګې زده کوونکی مشال خان تیرکال په ۱۳م اپریل دمردان په عبدالولي خان پوهنتون کې په سوؤنو پاریدلو طالبعلمانو د مذهب دسپکاوي په تور په بې دردۍ سره وژلی ؤ.

دهغه له وژنې وروسته په سوشل میډیا یوه ویډیو خپروه شوې وه چې پکې دمردان نه دپي ټي ايي تحصیل کونسلر عارف مردان راټولو شوؤ خلکو نه سوګند اخلي چې دمشال دقاتل نوم به نه اخلي.

په دغه ویډیو کې هغه دا هم وایي چې که څوک څه کول غواړي نو هغه نه ویریږي عارف یې نوم دی دپلار نوم یې دطور ګل دی .

خو وروسته چې کله بیا په پلټنو کې دمشال خان وژنه بېګناه وګرځول شوه اؤ پولیسو دهغه په وژنه کې د ککړو مجرمانو نیول پیل کړل نو عارف ځان پټ کړو چې تر دې مهاله مخرور ؤ.

پولیسو د مشال خان په وژنه کې د لاس لرنې په تور لږ تر لږه ۶۰ کسان نیولي چې په هغې کې د ترهګرۍ دمخنیوي محکمې تیره میاشت په مشال خان ګولۍ چلوونکي مجرم عمران علي ته د تیزندۍ ، څلورو نور مجرمانو ته د عمري بند اؤ ۲۶ مجرمانو ته دڅلور،څلور کاله بند سزا اورولې وه، ۲۶ نور نیول شوي کسان محکمې بېګناه ګرځولي اؤ له بنده یې خوشې کړي وؤ.

دمشال خان کورنۍ د خوشې شوؤ کسانو په ضد د پیښور ایالتي محکمې ته خواست کړی چې هغوئ بیا ونیسي اؤ سزا دې ورکړي

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG