لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ډاکټرعبدالله: د ښځو حقونه به له طالبانو سره د سولې د خبرو قرباني نه شي


د افغانستان اجراییه رییس ډاکټر عبدالله وايي، افغان حکومت به له طالبانو سره د سولې د خبرو پر مهال د مېرمنو غوښتنې له نظره و نه غورځوي.

نوموړي وویل، د تېرو ۱۵ کالو له لاسته راوړنو څخه یوه د ښځو د حقونو مسله ده او دا به د سولې د هیڅ ډول خبرو قرباني نه شي.

ډاکټر عبدالله چې د ښځو د نړیوالې ورځې په مناسبت یې په یوه جوړه شوې غونډه کې په کابل کې خبرې کولې ژمنه وکړه چې د هېواد په پراختیا، سیاست، پوځ، کلتور او اقتصاد کې به د ښځو د ونډې ملاتړ کوي.

"افغان حکومت د سولې غږ پورته کړی او خلکو ته به هرومرو د دغو خبرو په اړه معلومات ورکول کیږي. د سولې په اړه هیڅ ډول پرېکړه د تړلو دروازو تر شا نه کیږي. د خلکو په نه شتون (غیاب یا نه حضور) کې به هیڅ هم نه کېږي".

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه ادارې یا یوناما لپاره ځانګړي استازي ټوبي لینزړ په دې غونډه کې پر افغان حکومت غږ وکړ چې له طالبانو سره دې د سولې خبرې پیل کړي.

"ملګري ملتونه له طالبانو سره د سولې د خبرو اترو په برخه کې د یو ځل بیا د غږ پورته کولو هرکلی کوي خو یو ځل بیا باید ووایم چې د سولې په هر پړاو کې د ښځو د حقونو خوندیتوب باید له پامه ونه غورځول شي".

د اجرایه ریس لومړي مرستیال محمد خان وویل، چې د ښځو د حقونو په برخه کې شعارونو ته باید عملي بڼه ورکړل شي:

"ښځې باید له خپلو حقونو څخه خبرې کړای شي".

په غونډه کې ګډون کوونکو مېرمنو له حکومت څخه وغوښتل چې دوی ته دې د زدکړو اسانتیاوې برابرې او په حکومتي ادارو کې دې ورته د کار کولو موقع ورکړل شي.

وکیلې هیلې ارشاد وویل:

"د ښځو لپاره دغه سمبولیکې دندې بس کړئ. د سولې په عالي شورا کې یواځې څو تنه ښځې دي چې د هغوی غږ هم نه اورېدل کیږي".

په ورته وخت کې په کابل کې د امریکا سفیر جان بېس وویل، په افغانستان او امریکا کې د څو نسلونو ښځو دا مبارزه کړې ده چې جنسیت د دوی په وړاندې خنډونه نه شي جوړولای. اوس هم دا مبارزه پر مخ درومي. دوی زموږ په ټولنو کې بدلون راوستی دی.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG