لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان په افغان طالبانو اوس ډېراثر نه لري، جنجوعه


د پاکستان د بهرنو چارو سېکترې تهمينه جنجوعه ويلي امريکا د پاکستان نه تمه کوي چې طالبان به د افغان سولې خبرو ته راولي، خو " کېدی شي په تېر وخت کې پاکستان په دوي (طالبانو) ځینې اثر لرو خو اوس مونږ هغه اثر نه لرو چې په دوي فشار واچوؤ اوخبرو ته يې کښېنوؤ".

ښاغلې جنجوعه ويلي "بايد افغان حکومت طالبانو ته داسې وړانديز وکړي چې هغوي د خبرو مېز ته راشي".

تهمينه جنجوعه دا وخت د واشنګټن په سفر ده او هلته يې دغه خبرې کړي دي.

د افغانستان صدر اشرف غني په وروستيو کې د کابل پروسې غونډه کې په طالبانو د سولې د خبرو غږ کړی او ويلي يې ؤ، "د طالبانو مشرتابه او هر طالب! نن فیصله ستاسو په لاس کې ده، سوله ومنئ، په عزت یې ومنئ او راشئ دا خاوره چې زمونږ د خلکو د شهیدانو او قربانیو نتیجه ده، بېرته وساتو".

د ښاغلي صدر وړانديز ته په رسمي ډول طالبانو تراوسه کوم غبرګون نه دی ويلی.

د افغان صدر د وړانديز نه مخکې طالبانو په يوه اعلاميه کې په امريکا غږ کړی ؤ چې د خبرو دپاره يې د سياسي دفتر سره تماس ونيسي.

خو په وروستيو کې د پاکستان او افغانستان لپاره ‌‌‌‌‌‌د امريکا ‌‌‌‌استازې اېلس وېلز ويلي امريکا د افغان حکوت متبادل نشي کېدی او طالبان خبرې بايد د افغان حکومت سره وکړي.

د کابل پروسې غونډې ته په وېنا کې اشرف غني په پاکستان هم غږ کړی ؤ، چې "مونږ بیا هم، د پاکستان له دولت سره د هر اړخیزې سولې مذاکراتو ته چمتو او حاضر یو چې تېرې ترخې تجربې هېرې او نوی باب پرانیزو".

پاکستان د امريکې لخوا د افغانستان په اړوند د فشار سره مخ دی.

جنجوعه ويلي پاکستان په افغانستان کې د امريکا په رنګ نظر لري، په افغانستان کې سوله غواړي او نوموړې هغه خبره تکرار کړې چې پاکستان کې ترهګر پټې ځالې نه لري.

هغې ويلي دوي په دې ښکاره اندېښنې لري چې افغانستان کې د پاکستان پرضد عناصرو ته خوندي ځاې ورکړی شوی دی.

امريکا او افغانستان په پاکستان کې د حقاني شبکې او نورو طالبانو د شتون ادعا کوي خو پاکستان يې رد کوي.

جنجوعه ويلي د امريکې په تازه پاليسيو کې ځينې خبرې د پاکستان دپاره ګرانې وې خو پاليسي هغه وخت بدل ليدل کيږي چې کله مخې ته راشي.

د پاکستان او امریکا اړيکې چې په وروستيو کې د تاؤ تريخوالي ښکار دي جنجوعه ويلي پاکستان په دې ټينګار کوي چې امريکا سره د ځنډ ښکار سټراټيجيکي خبرې په سمدستي ډول پېل شي تر څو د دواړو غاړو بداعتمادي د مینځه ووځي او د پاکستان او امريکې اړيکې بيا روانې شي.

امريکا په پاکستان فشار اچوي چې په خپله خاوره د حقاني شبکې او نورو ترهګرو پرضد غوڅ عمليات وکړي خو جنجوعه ويلي، " په ځينو برخو کې دوي په مونږ فشار اچوي خو مونږ دوي ته په ډاګه کړې ده چې مونږ به هغه څه کوو کوم چې زمونږ په نظر زمونږ په ملي ګټو تماميږي".

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG