لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د افغان لوبډلې په بايلات کرکټ بورډ بخښنه غوښتې، د مينه والو سخت غبرګون


د کرکټ د نړیوال کرکټ د غواري په سياليو کې په هانګ کانګ د ماتې خوړو وروستو د افغانستان کرکټ بورډ د ملي لوبډلې په بايلات بخښنه غوښتې ده.

کرکټ بورډ په خپله فېس بک پاڼه ليکلي،"د افغانستان کرکټ بورډ د ملي لوبډلې په نه اټکلېدونکې ماتې له زړه خواشینی دی او د ملي لوبډلې له ټولو مینه والو د دې پایلو له امله بخښنه غواړي. موږ ډاډه یوو چې لوبغاړو تر خپله وسه هڅه کړې ځکه چې دوی ته هره ممکنه اسانتیا برابره شوې وه".

بورډ ویلي ؤ "بورډ به د لوبډلې له راستنېدا وروسته، د روزونکي او نورو ښکېلو غاړو له رپوټونو وروسته پر خپل بل ګام غور کوي. موږ به هڅه کوو چې د ستونزې اصل څرګند او لازم اقدامات ترسره کړو. لکه څرنګه چې تاسو په حقه د لوبډلې له پایلو ناخوښه یاست دغه راز لوبغاړو او د ادارې مسوولینو ته هم دا حالت د منلو وړ نه دی".

بورډ د کرکټ په مينه والو غږ کړی چې بايد چې ستاسو احساسات خفه لوبغاړي نور ونه ځپي ځکه په لوبه کې ګټه او بايلات دواړه وي.

افغان لوبډلې د سکاټلېنډ او زمبابوې وروستو پرون په هانګ کانګ د غوراوي سیالي بايللې ده.

راشدخان چې د لوبډلې مشري کوي ويلي يې دي د غوراوي د سیاليو څخه لا وتلي نه دي موقع ورسره شته، خو نوموړي د لوبې وروستو خبري غونډې ته په وېنا کې ویلي، داسې ښکاري چې هر یو څیز د دوی د توقع خلاف روان دی.

د افغان لوبډلې په ماتې خوړو د کرکټ مينه والو سخت غبرګون ښکاره کړی دی.

ځينو پکې بيا پکې بيا ليکلي ګټه او بايلات د لوبې برخه ده.

د بورډ د بخښنې ليک ته په فېس بک د څلور نيم زرو نه زياتو خلکو خپل غبرګون ښودلی چې زياتره يې سختې نيوکې دي.

XS
SM
MD
LG