لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

افغانستان:دطالبانو بریدونو کې ۱۷ امنیتي سرتیري وژل شوي


افغان چارواکي وایي دتخار ولایت په خواجه غار اولسوالۍ کې طالبانو په امنیتي ځواکونو بریدونه کړي چې پکې ۱۷ افغان عسکر وژل شوي اؤ ۱۳ نور ټپیان شوي دي.

تیره اوونۍ دافغان اولسمشر اشرف غني لخوا طالبانو ته د سولې د شوي وړاندیز راپدیخوا افغانستان کې دطالبانو اؤ امنیتي ځواکونو ترمینځ نښتو کې نور شدت هم پیدا شوی .

دا په داسې حال کې ده چې افغان اولسمشر اشرف غني وایي طالبانو ته به دسیاست اؤ جګړې په دواړو ډګرونو کې ماتې ورکوي.

دافغانستان خبري اژانس پژواک دخبر له مخې تیره شپه طالبانو د تخار ولایت په خواجه غاراولسوالۍ کې طالبانو دملي اردو دعسکرو په یوه پوسته برید کړی چې په دغه مهال د دواړو خواؤ ترمینځ سخته نښته شوې ده.

دتخار پوځي ویاند سمونیار عبدالخلیل ویلي دطالبانو دبرید نه وروسته چې کله سیمه ییز پولیس دبرید لاندې عسکرو د مرستې دپاره سیمې ته رسیدل نو په لاره کې پرې طالبانو برید وکړو اؤ ۱۰ پولیس عسکر یې ووژل.

دخواجه غار اولسوال محمدعمر منلې چې په امنیتي پوسته دطالبانو برید کې دملي اردو اووه سرتیري وژل شوي اؤ څلور نور ټپیان شوي دي.

دطالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد دعوه کړې ده چې په خواجه غار کې طالبانو ۱۳امنیتي پوستې نیولي اؤ‌۲۹عسکر یې وژلي دي خو دخواجه غار اولسوال وایي چې دطالبانو لخوا نیول شوې پوستې امنیتي ځواکونو دهغوئ نه بیرته خلاصې کړي دي.

افغان چارواکي پخلی کوي چې دا مهال طالبان په یو شمیر اولسوالیو قابض دي خو په افغانستان کې دناټو ځواکونو کمانډر جنرال جان نیکلسن ویلي چې دافغان ځواکونو دپیاوړتیا دپاره چتګ ګامونه اخستل کیږي اؤ طالبانو سره په روانه جګړه کې له ماتې پرته بله لار نشته.

واشنګټن اؤ کابل د طالبانو د مرستې تورونه په اسلام اباد لګوي اؤ وایي پاکستان دغه اورپکي طالبان افغانستان کې بریدونو ته لمسوي خو پاکستان دغه تورونه ردوي اؤ افغانستان کې روانه ناقراري دافغان دولت کورنۍ کمزوري ګرځوي

XS
SM
MD
LG