لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان:نور پخپله اوږه پردی ټوپک نه ږدو


khwaja Asif
khwaja Asif

دپاکستان دبهرنیو چارو وزیر خواجه اصف ویلي د روسیې په ضد پاکستان امریکايي "مارکه" جهاد کړی ؤ اؤ نن هم دوئ غواړي چې دپاکستان له لارې افغانستان کې خپلې ګټې خوندي کړي خو پاکستان پریکړه کړې چې نور به پخپله اوږه پردی ټوپک نه ږدي.

قامي اسمبلۍ ته پخپله وینا کې دبهرنیو چارو وزیر امریکا ته په اشارې کولو سره ویلي ویلي هرچاته معلومه ده چې داعش چا راپورته کړی اؤ ترشا یې څوک ولاړ دي؟

هغه وویل “موږ دیمن جګړې ته ورګډ نه شو ، پریکړه مو کړې ده چې نورې به پردۍ جګړې پسر نه اخلو”

خواجه اصف وویل “موږ ته حقاني شبکې اؤ طالبانو سره دمرستو کولو پیغورونه راکول کیږي خو کوم خلک چې دافغانستان د۴۳ فیصدي خاورې واک په لاس کې لري دهغوئ موږ ته څه اړتیا ده؟”

هغه دعوه وکړه چې هیڅ یو نړیوال طاقت نه غواړي چې افغانستان کې دې امن ټینګ شي.

طالبانو اؤ حقاني شبکې سره د لاتعلقۍ دا څرګندونې دپاکستان دبهرنیو چارو وزیر په داسې حال کې کړي چې امریکا د روان کال دپیل څخه په پاکستان خپلې ټولې پوځي مرستې تړلي اؤ داقتصادي مرستو اودرؤلو دپاره یې هم امریکايي سینیټ نه غوښتنې شوي دي.

امریکایي صدر ډانلډ پرمپ د جنوري په لمړۍ نیټه خپل یو ټوئټ کې ویلي وؤ چې پاکستان دامریکا څخه په تیرو ۱۵کالو کې په فریب ۳۳ اربه ډالر اخستي خو پخپله خاوره کې یې هاغو ترهګرو ته پناه ورکړې چې امریکا په ضد په جګړه بوخته ده.

امریکایي صدر ویلي وؤ نور به دپاکستان په کړنو غلی پاتې نه شي.

افغان چارواکي هم تور لګوي چې دپاکستان استخباراتي شبکو اؤ پوځ طالبان اؤ دحقاني ډلې ترهګر خپل لاس کې نیولي اؤ افغانستان کې پرې جګړو ته دوام ورکوي خو پاکستان دغه ټول تورونه ردوي اؤ افغانستان کې روانې جګړې دافغان دولت کمزوري ګرځوي.

په دې وروستیو کې امریکایي چارواکو ویلي پاکستان سره یې تماسونه پراخه کړي ترڅو په طالبانو افغان دولت سره مذاکراتو دپاره فشار راوړل شي اؤ دا مهال دپاکستان دبهرنیو چارو سکتره تهمینه جنجوعه هم د واشګټن په سفر ده.

تیره ورځ خبریالانو ته میرمن جنجوعه ویل وؤ چې امریکايي چارواکو سره به په بیلابیلو موضوعاتو خبرې وکړي اؤ هڅه به یې وي چې دامریکا اؤ پاکستان ترمینځ د اړیکو ددوام لارې چارې ولټوي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG