لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

کابل کې ځانمرګي برید په لویه کچه مرګ ژوبله اړولې ده


افغانستان پلازمینې کابل ښار په ختیز کې یو ځانمرګي برید په لویه کچه مرګ ژوبله اړولې ده .

لمړني راپورونه وایي په دې ځانمرګي برید کې ۷کسان وژل شوي اؤ ۱۴ ژوبل شوي خو ازادې سرچینې د وژل شوؤ اؤ ژوبل شوؤ شمیره تر دې لوړه ښایي.

دا ځانمرګۍ برید دجمعې په غرمه یوولس نیمې بجې د کابل ښار دشپږمې امنیتي حوزې اړوند الزهرا جومات ته نږدې دعبدالعلي مزاري د ۲۳ تلین دلمانځغونډې په مهال شوی.

د کورنیو چارو وزارت ویاند مرستیال نصرت رحیمي ویلي ،په دې ځانمرګۍ برید کې ۷ تنه وژل شوي او ۱۴ نورټپیان شوي دي او په وینا یې په وژل شویو کسانو کې یوتن پولیس هم شامل دی.

رحیمی خبریالانو ته ویلي،ځانمرګۍ برید کوونکي غوښتل چې دکابل ښار شپږمې امنیتي حوزې اړوند الزهرا جومات ته نږدې دعبدالعلي مزاري دمړینې روانې غونډې ته ور ننوځي خو پولیسوپه لومړي امنیتي چیک پوست کې را ایسار کړو اؤ ځان یې چاودنه ورکړه.

خو دافغانستان دعامې روغتیا وزارت مطبوعاتي ویاند وحید مجروح ویلي ،د برید له ځایه د کابل امبولانسونو له لوري روغتونو ته د۵ تنو مړوجسدونه او۲۲ تنه ټپیان لیږدل شوي دي.

په ورته وخت دپیښې اولسي شاهدانو ویلي شاوخوا ۱۰ تنه وژل شوي کسان او ۲۵ تنه ټپیان دي.

تر اوسه ددې ځانمرګي برید پړه کومې تندروه ډلې پغاړه نه ده اخستې خو له دې وړاندې چې په تیرو دریوؤ میاشتو کې په افغانستان کې څومره ځانمرګي بریدونه شوي پړه یې طالبانو قبوله کړې ده.

دافغان اولسمشر اشرف غني لخوا تیره اوونۍ طالبانو ته د سولې د وړاندیز نه راپدیخوا دطالبانو په بریدونو کې زیاتوالی لیدل شوی اؤ تیره ورځ هم د افغانستان په تخار اؤ کندهار ولایتو کې دطالبانو په بریدونو کې۲۳ؤ افغان امنیتي عسکرو خپل ژوند دلاسه ورکړی دی.

افغان چارواکي دطالبانو دمرستې تور په پاکستان لګوي اؤ وایي پاکستان پخپله خاوره کې طالبانو اؤ دحقاني ډلې ترهګرو ته خوندي ځالې ورکړي چې له دغه ځایه ورانکاري افغانستان کې دترهګرۍ پلانونه عملي کوي.

خو پاکستان دافغان دولت دغه تورونه بې اساسه بلي اؤ دعوه کوي چې په طالبانو اثر نه لري.

XS
SM
MD
LG