لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان وايي له اپرېل میاشتې به نارجسټر افغانان خپل هېواد ته ستانه کړي


د پاکستان د سرحدونو مرکزي وزیر عبدالقادر بلوڅ ویلي، چې د اپرېل له میاشتې به افغانستان ته د هغو افغانانو ستنول پیل شي، چې په پاکستان کې د اوسېدو قانوني اسناد نه لري.

د پاکستان ټوډې ورځپاڼې د خبر له مخې عبدالقادر بلوڅ د جمعې په ورځ د پاکستان قومي اسمبلۍ ته په وینا کې وویل، هغه افغانان چې ځانونه یې د نادرا په مرسته د مهاجرینو له نړیوالې ادارې یو این ایچ سي آر سره رجسټر کړي نه دي، هغوی مهاجرین نه بلکې بهرنیان دي او په پاکستان کې د اوسېدو حق نه لري.

پاکستان وروسته له هغه دا ګام اخلي چې د پوځ مشر یې جنرل قمر جاوید باجوه او د بهرنیو چارو وزیر خواجه آصف د امریکې تر وروستیو فشارونو وروسته وویل، چې هغه وسلوال طالبان چې په افغانستان کې جنګېږي، په پاکستان کې د افغان کډوالو په کېمپونو کې پټېږي.

په ۲۰۱۷م کال کې په پاکستان کې د هغو افغانانو د رجسټر کولو بهیر تر سره شو، چې له یو این ایچ سي آر سره د مهاجرینو په توګه ثبت نه وو او مهاجر کارډونه یا په پاکستان کې د اوسېدو نور اسناد یې نه لرل.

د سرحدونو وزیر عبدالقادر بلوڅ وایي، د نادرا د رسمي شمېر له مخې په دغو افغانانو کې شاوخوا یو میلین افغانانو ځانونه رجسټر کړل، خو وایي شاوخوا څلور لکه (۴۰۰،۰۰۰) افغانانو ځانونه نه دي رجسټر کړي.

د عبدالقادر بلوڅ په وینا دغه نارجسټر شوي افغانان به یواځې د روانې مارچ میاشتې تر پایه په پاکستان کې وي او د اپرېل د میاشتې له لومړۍ اوونۍ به یې افغانستان ته د ور ستنولو چارې پیل شي.

د مهاجرینو لپاره د ملګرو ملتونو د ادارې د یو این ایچ سي د رسمي شمېر له مخې په پاکستان کې دا مهال شاوخوا ۱.۴ میلینه هغه افغان کډوال ژوند کوي، چې له دوی سره رجسټر دي، خو ځینې ناتایید شوې شمېرې وایي چې په دې هېواد کې شاوخوا یو میلین نور هغه افغانان هم اوسېږي، چې له یو این ایچ سي آر سره د مهاجرینو په توګه رجسټر نه دي.

ګومان کېږي په نارجسټر افغانانو کې به هغه هم شامل وي، چې د بلوڅو ځینې سیاسي ګوندونه تور لګوي او وایي په بلوچستان کې زرګونه افغانانو د پاکستان جعلي شناختي کارډونه جوړ کړي دي او نه غواړي چې خپل هېواد ته ستانه شي.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG