لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

ویلز:امریکا پاکستان کې دبلوڅ بیلتون خوښو دتحریک ملاتړ نه کوي


دمنځنۍ اؤ سویلي ایشیاء دپاره دامریکا دبهرنیو چارو مرستیالې وزیرې ایلس ویلز ویلي امریکا په پاکستان کې دبلوڅ بیلتون خوښو د تحریک پلوي نه ده اؤ په کلکه دپاکستان دسیمه ییزې سلامتیا ملاتړ کوي

هغه وایي “ دپاکستاني طالبانو د دریوؤ مشرانو پسر انعامونه ویستل ښایي امریکا دهاغو ډلو هم په ضد ده چې دپاکستان خلاف دي اؤ دهاغو ډلو هم چې افغانستان کې ورانکاري کوي”

دامریکا غږ اردو برخې سره خبرو کې میرمن ویلز ویلي “امریکې لا تر دې مهاله دپاکستان له لوري داسې غوڅ اؤ کوټلي ګامونه نه دي لیدلي چې دترهګرو ډلو په ضد یې اخستې وي”ه

هغې وویل امریکا په دې هم پوهیږي چې پاکستان دافغان اولسمشر اشرف غني لخوا د شوؤ وړاندیزو ملاتړ اؤ د هغې عملي کولو دپاره څه کردار تر سره کولی شي.

دپاکستان اؤ افغانستان د اړیکو په هکله ایلس ویلز وویل امریکا دپاکستان اؤ افغانستان ترمینځ د اړیکو ښه کیدلو دپاره د هاغو هڅوي پلوي ده چې جنرال باجوه تیر کال د اکتبوبر میاشت کې کابل ته دخپل سفر په مهال د دواړو هیوادونو ترمینځ د تړون دپاره کړې وې.

سیمه کې د ترهګرو ډلو په اړوند دامریکایي تګلارې اؤ دپاکستان داندیښنو په اړوند مرستیالې وزیرې وویل “مونږ په کلکه دپاکستان دسیمه ییزې سلامتیا ملاتړ کوؤ ،مونږ دبلوڅ لاسوهنې په حق کې نه یو اؤ نه هم دداسې کوم تحریک ملاتړ کوؤ، زمونږ همدا پیغام دی چې که هره ترهګره ډله دکوم هیواد په ضد دتشدد ډکې کارروایۍ کوي نو دهغوي مقابله به کول وي”

دافغان اولسمشر له لوري طالبانو ته د سولې دشوي وړاندیز په هکله دیوې پوښتنې ځواب کې ایلس ویلز وویل کابل یو سنجیده ګام اخستی اؤ واشنګټن هیله لري چې په دغو معاملو داسلام اباد سره خپلو خبرو ته دوام ورکړي

XS
SM
MD
LG