لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

جنرال باجوه:مارشل لاء به نه لګي،پوځ ائین سره ولاړ دی


دپاکستان دپوځ سرلښکر جنرال قمرجاوید باجوه په ډاګه کړې چې پاکستان کې به مارشل لاء نه لګي اؤ ټولټاکنې پکار ده چې پخپل وخت وشي.

هغه ویلي پاکستان افغانستان کې دسولې د روانو هڅو کلک ملاتړی دی خو دافغانستان له لوري باید په پاکستان بیځایه تورونه ونه لګول شي.

پوځي سرلښکر جنرال باجوه خبریالانو سره په یوه لیدنه کې په ګڼو موضوعاتو خبرې کړي چې د شنبې په ورځ پاکستاني مطبوعاتو دغو خبرو اترو ته مهم ځایې ورکړی دی.

دپاکستان پوځ چې مدام دائین په ماتولو په اقتدار د قبضې کولو دپاره مشهور پاتې شوی دی، جنرال باجوه خبریالانو ته باور ورکړی چې هغه اؤ پوځ یې دائین ولاړ دی.

مطبوعات وایي جنرال باجوه نه پوښتنه شوې چې ولې دپاکستان استخباراتي شبکې سیاسي ګوندونه پخپل لاس کې نیسي ؟ خو جنرال باجوه بیا په دغه لړ کې سیاسي ګونده پړه بللي اؤ پوښتنه یې راولاړه کړې ده چې سیاستمداران ولې داستخباراتي شبکو سره اړیکې ټینګوي؟

هغه دا هم ویلي چې په پاکستان دترهګرو ډلو دملاتړ تورونو کې هیڅ صداقت نشته اؤ نه هم پاکستان پخپله خاوره کې ترهګرو ته پناه ورکړې ده.

جنرال باجوه وویل که امریکا دپاکستان دننه هر چرته لیدل غواړي پخپله دې یې وګوري چې دلته دترهګرو ځالې نه شته.

دامریکې صدر ډانلډ ټرمپ د روان کال په لمړۍ ورځ په پاکستان دترهګرو ډلو دپاللو تورونه لګوي وؤ اؤ ویلي یې وؤ چې دغه هیواد په فریب امریکې نه ۳۳ اربه ډالر اخستي خو پخپله خاوره کې یې هاغو ترهګرو ته خوندي ځالې ورکړي چې امریکا یې په ضد په جګړه بوخته ده.

په پاکستان کې مدام پوځ ته ورکړل کیدونکې بودیجه پټه ساتل کیږي اؤ څیړونکي وایي چې د ټولې بودیجې درې برخې پیسې په پوځ مصرف کیږي .

د څلورو ساعتو په دغه اوږده لیدنه کې خبریالانو دپاکستان پوځي مشر نه پوځ ته د ورکړل کیدونکې بودیجې په بابت کې هم پوښتنې کړي خو پوځي مشر ځواب ورکړی چې پوځ ته هم دومره پیسې ورکول کیږي څومره چې پولیسو ته ورکړل کیږي ، ولې پوځ په دغو پیسو کې ځینې نور کارونه هم کوي.

جنرال باجوه زیاته کړې چې دپوځ په ګډون د هر چا سره حساب کتاب پکار دی خو په پاکستان کې مدام څیړونکي په دې خبره نیوکې کوي چې حساب کتاب یوازې سیاستمدارانو سره کیږي اؤ دطاقتورو پوځي جنرالانو اؤ ججانو سره هیڅ حساب نه کیږي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG