لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

هلمند:پوځي عملیاتو کې د دریوؤ پاکستانیانو په ګډون۱۰ترهګر وژل شوي


افغان چارواکي وایي په هلمند کې د امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې د دریوؤ پاکستانیانو په ګډون ۱۰ترهګر وژل شوي اؤ دهغوئ یو شمیر ځالې له مینځه وړل شوي دي.

دغه عملیات وروسته له هغې ترسره شوي چې په تیرو دوؤ ورځو کې ترهګرو په کابل،قندهار اؤ تخار کې په بریدونو اؤ ځانمرګي چاودنه کې په لسګونو افغان امنیتي سرتیرو اؤ عامو وګړو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

دافغانستان د ملي امنیت ریاست دشنبې په ورځ پخپل یو بیان کې ویلي چې افغان ځواکونو تیره ورځ په هلمند ولایت کې د ترهګرو په ځالو چټک بریدونه کړي اؤ ۱۰ ترهګر یې وژلي چې درې پکې پاکستاني وګړي هم شامل دي.

دملي امنیت ریاست وایي دغه عملیات د لښکرګاه په خشک اوبه سیمه کې شوي چې پکې دترهګرو نه درنې وسلې هم ترلاسه شوي اؤ دهغوئ ځالې له مینځه وړل شوي.

هلمند دافغانستان تر ټولو ناقراره ولایت ګڼل کیږي اؤ په دغه ولایت کې یو شمیر اولسوالۍ دا مهال دطالبانو د ولکې لاندې دي.

افغان اولسمشر اشرف غني دوه اوونۍ وړاندې طالبانو ته وړاندیز کړی چې که هغوئ دسولې دبهیر سره یوځایې شي نو دولت به ګڼ شمیر امتیازات ورکړي خو طالبانو ددغه د سولې ددغه وړاندیز باوجود په افغان ځواکونو خپلو بریدونو ته دوام ورکړی دی.

دوه ورځې وړاندې هم په تخار ولایت کې په امنیتي ځواکونو دطالبانو بریدونو کې ۱۷عسکر وژل شوي وؤ.

دافغان دولت په ضد په جګړه بوخت طالبان دریځ وایي هغوئ دافغان دولت پځایې نیغ په نیغه امریکا سره خبرو ته چمتو دي خو امریکا دطالبانو دغه غوښتنه رد کړې اؤ په طالبانو یې غږ کړی چې افغان دولت سره خبرو ته کښیني.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG