لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

چارواکي ملکانو ته: دپښتون ژغورنې دغورځنګ مخه ونیسئ


احمدزو جرګه

دجنوبي وزیرستان پولیټکل انتظامیې دقبائیلي ملکانو نه غوښته کړې چې دپښتون ژغورنې دتحریک( پښتون تحفظ موومنټ) دهلو ځلو مخه ونیسي تر څو دسیمې امن ته کوم زیان ونه رسیږي.

خو داحمدزئ قبیلې ملکانو ویلي هغوئ نه یوازې پولټیکل انتظامیې ته دمنظور پشتین په مشرۍ د راپورته شوي غورځنګ دملاتړ کولو هوډ څرګند کړی بلکې دا یې هم ورته ویلي چې کله منظور پشتین اؤ دهغه نور ملګري سیمې ته راستانه شي نو د ګلونو په پاشلو به یې هرکلی کوي.

دجنوبي وزیرستان په مرکز واڼا کې دقبائیلي مشرانو د شوې جرګې په اړوند دپولټیکل انتظامیې لخوا جوړ شوی راپور وائس اف امریکه ډیوه ترلاسه کړی چې پکې دعوه شوې د احمدزو قبیلې خواوشا ۸۰ مشرانو اؤ ملکانو د وانا مرستیال پولټیکل ایجنټ کامران خټک نه غوښتنه کړې چې دپښتون ژغورنې دغورځنګ مخنیوي دپاره دې ګامونه واخلي.

ددغه راپور له مخې مرستیال پولیټکل ایجنټ داحمدزئ قبیلې سپین ږیرو اؤ ملکانو نه غوښتي چې څنګه یې تیرکال خپله سیمه کې امن پځایې ساتلی ؤ دغسې دې اوس دپښتون تحفظ موومنټ په مخنیوي کې هم خپل کردار ترسره کړي.

د پولیټیکل انتظامیې دعوه ده چې ملکانو اؤ قامي مشرانو باور ورکړی چې دپښتون ژغورنې تحریک کې ټول هلکان راټول شوي اؤ مشران اؤ سپین ږیري د ریاست سره ولاړ دي، باید ریاست ددغه قافلې مخنیوي دپاره ګامونه واخلي.

خو په دغه جرګه کې شاملو زیاترو ملکانو اؤ سپین ږیرو وائس اف امریکا ډیو ته د نوم نه ښودلو په شرط ویلي چې دجرګې یوازې څلورو ملکانو د حکومت سره خپله وفاداري ښودلې اؤ نورو ټولو ورته د پښتون ژغورنې دتحریک دمخنیوي نه سکوټ انکار کړی.

پولټیکل انتظامیې پخپل راپور کې ذکر د اویا، اتیا کسانو دجرګې کړی خو نومونه یې یوازې د پینځوؤ کسانو روښانه کړي چې په هغې کې د ملک علاؤ الدین، ملک محمدجمیل ، ملک سیدنور، ملک سنګین اؤ مولوي سلطان نومونه شامل دي.

ددغه جرګې ګڼو برخه والو ډیوه ته ویلي چې هغوئ مرستیال پولیټیکل ایجنټ ته په مخ جواب ورکړی چې دمنظور پشتین په مشرۍ غورځنګ دپښتنو دښیرازۍ اؤ امن دپاره پیل شوی ، چې هغوئ یې نه یوازې ملاتړ کوي بلکې هرې قربانۍ ته هم ورسره تیار دي.

دغه قبائیلي مشرانو دا هم ویلي چې د څلور ملکانو نه علاوه نورو ټولو قامي مشرانو اؤ ملکانو پریکړه کړې چې کله منظور پشتین اؤ دهغه د غورځنګ نور مشران د کوټې دسفر نه راستانه شي نو د ګلونو په نوستلو به یې هرکلی وکړي

XS
SM
MD
LG