د پاکستان خارجه وزير خواجه اصف د خپل ګوند مسلم ليګ ن يوې دستورې ته وېنا کوله چې په دغه مهال پورې يو تن توره سیاهي په مخ ور نوستې ده.
دغه پېښه د شنبې/ خالي په ورځ د خواجه اصف پلارنۍ سيمه سيالکوټ کې رامنځته شوې ده.
په اصف سياهي ویشتونکی نيول شوی او د ګوند غړو یې پوليس ته سپارلی خو اصف ويلي هغه سياهي نوستونکی تن معاف کوي هغه ويلي "دغې تن به چا پېسې ورکړې وي او سیاهۍ ويشتو ته به یې رالېږلی وي او زما دچا سره دښمني نشته".
د خواجه اصف په مخ د سياهۍ نوستو ته په ټولنيزو رسنيو غبرګون:
د مسلم ليګ ن مشر نوازشريف لُور مريم نوازشریف په خپل ټويټر اکاؤنټ د خواجه اصف عکس لګولی او ليکلي يې دي،
"شرم پکار دی دغه مکروهه کار کوونکي ته، او په هغه باندې کوونکو ته"،
خبريالې عاصمه شيرازي په ټویټر ليکلي،
"د وزيرخارجه خواجه اصف په مخ نوستونکې سياهي په اصل کې د دې ټولنې د سوچ ګند دی، چې څومره غندنه یې وشي کمه ده، دغه تن ته سزا ورکول پکار دي ځکه چې بيا څوک د چا په مخ دا ګند ونه نولي هغه که د هر سياسي ګوند سره تعلق ساتي، دا رجحان ډېر خطرناک دی".
په ټويټر د (خواجه اصف کا منه کالا) هېش ټېګ سره ټرېنډ هم چلېدلی او د ځينې اکاؤنټونو چې پي ټي ايي (پاکستان تحريک انصاف) ورسره ليکل شوي دغه کار ستايل شوی دی،
د سمرطاهر پي ټي ايي اکاؤنټ څه ليکل شوي،
"ډېر ښه، بل ځل له پرې د بوټ ګوزار".
خو د تحريک انصاف ګوند د ټويټر اکاؤنټ نه په شوي ټویټ کې دغه عمل ته غېر اخلاقي کار ويل شوي او غندنه يې کړې ده.
خبريال حامدمير لیکلي،
"زما الفاظ ياد ساتئ، کوم تن چې په سيالکوټ کې په خواجه اصف سیاهی نوستې دا د نوې جوړې مذهبي ډلې سره تعلق ساتي او دوي به څوک سياستمدار هم پاک پرې نه ږدي".
د عمرانسټ په نوم تن ليکلي،
"دغه تن چې په خواجه اصف يې سياهي ويشتې د مظفرپور سره تعلق ساتي او علت يې توهين رسالت ؤ".
په خواجه اصف د سياهۍ نوستو وړاندې د مسلم ليګ ن د کورنو چارو وزير احسن اقبال باندې د بوټ ګوزار هم شوی دی.