د خېبرپښتونخوا په مردان ضلع کې د يو شپږ کلن ماشوم مړی ترلاسه شوی او کورنۍ يې تور لګولی په ماشوم يې جنسي تيری شوی او وروستو په تېزندۍ وژل شوی دی.
په مردان کې د شپږ کلن هلک د مړي ترلاسه کېدو پېښه په مدينه کالونۍ باجوړ کورونو کې رامنځته شوې او د کورنۍ خلکو يې ويلي ماشوم د شنبې، خالي په ورځ د کوره بې درکه شوی او نن سهار ورته د هغه مړی ترلاسه شوی.
د علاقې اوسېدونکو او د کم عمره هلک کورنۍ مړی د مردان، نوښار په غټ سړک احتجاجاً تر يو ساعت پورې اېښودی او غوښتنه یې کوله چې ماشوم سره جنسي تيری کوونکی او وژونکي دې ونيول شي.
د ماشوم د کورنۍ غړو ويلي، هلک پرون د سکول نه راغلی او بیا بهر وتلی ؤ بيرته کور نه ؤ راستون شوی دوي پسې تر شپې لټون کړی او پوليس يې هم خبر کړي وو خو هيڅ درک يې نه ؤ شوی.
دوي ويلي نن سهار ورته د کور سره نزدې د هلک مړی ترلاسه شوی او تور يې لګولی چې په هلک جنسي تيری شوی او بيا په تېزندۍ وژل شوی دی.
کورنۍ يې ويلي د چا سره یې شخصي دښمني يا تاؤ تريخوالی نشته.
پوليس ویلي د جنسي تيري يا د وژنې د علت په اړوند يې د طبي معائنې (پوسټ مارټم) د رپوټ مخې ته راتلو پورې څه نشي ویلی.
پوليس احتجاج کوونکو ته باور ورکړی چې په درېو ورځو کې به په پېښه کې ککړ کسان ونيسي.
د پوليس د باور وروستو د علاقې خلکو په سړک احتجاج ختم کړی او د ماشوم مړی يې خاورو ته سپارلو له وړلی دی.
مردان کې د جنورۍ په ۱۴م هم د يوې څلور کلنې ماشومې مړی ترلاسه شوی چې جنسي تیری پرې شوی ؤ، پوليسو بيا د فرورۍ په اوومه نېټه ويلي د اسما سره جنسي تيری کوونکی د هغې خپلوان ۱۵ کلن محمدنبي يې نیولی دی.
پوليسو ويلي دغه هلک يې د ډي اېن ای ټيسټ په نمونو مالوم کړی ؤ، د اسما د پېښې نوټس د سترې محکمې مشر قاضي اخستی ؤ.