لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

صدر ټرمپ "ګڼي چې شمالي کوریا خبرو ته تياره ده"


د امريکې صدر ډانلډ ټرمپ
د امريکې صدر ډانلډ ټرمپ

د امريکا صدر ډانلډ ټرمپ د شنبې/ خالي په ورځ پېنسلوينيا کې يو سياسي لاريون ته په وينا کې ويلي "هغه ګڼي چې شمالي کوريا د امن خبرو ته تياره ده"او مشر کم جونګ ان يې ليدنې ته راضي دی.

ډانلډ ټرمپ ويلي "زما په خيال اوس وخت راغلی دی" چې د شمالي کوريا سره خبرې وشي.

خپله وينا کې نوموړي زياته کړې " کېدې شي زه ډير زر ملاقات ختم کړم او يا د اوږد وخت لپاره کښېنو او د نړۍ يو سترتړون وکړو".

ډانلډ ټرمپ په جنوبي کوريا کې د سرمائي اولمپکس يادګېرنه هم کړې او ويلي يې دي،د هغه د هڅو پرته ممکنه نه وه چې د ايټمي حملې خطرې راکمې شوی وی.

د امريکا غږ انګريزۍ څانګې په خپل رپورټ کې ليکلي چې د ۷۵ دقيقيو (منټونو) په خپله وېنا کې ښاغلي ټرمپ په بېلابیلو موضوعاتو خبرې وکړې خو د تقرير بنيادي مرکز يي د شمالي کوريا سره د امن خبرې اترې وې.

صدر ټرمپ ويلي د امریکې پخوانو صدرانو هم داسې کولې شو خو هغوي ونکړی شو.

د پينسلوينيا نه بيرته ستنېدو په وخت ديو خبريال پوښتنې چې ولې يي د کم جونګ سره په دې موقع خبرو ته غاړه کيښوده؟ ډانلډ ټرمپ وويل " زما په خيال دا به څه ډير کامياب وي، او مونږ ته ډير ملاتړ ترلاسه دی".

د تېرې پنجشنبې/ زيارت په ورځ د جنوبي کوريا امنيتي سلاکار اعلان کړی ؤ چې څومره زر ممکن وي د شمالي کوريا صدر د صدر ډانلډ ټرمپ سره ليدل غواړي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG