لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

روس د غږ نه د ګړندي الوتونکي میزايل ازموينه کړې


د روس صدر ولاديمير پيوټن د روانې مياشتې په سرکې اعلان کړی چې د غږ نه ګرندي الوتونکي میزايل ازموينه يې کړې کوم چې د جوهري وسلې وړلو توان هم لري.

د روس د دفاع وزارت يوه ويډيو هم خپره کړې چې پکې میزايل د جنګي الوتکې څخه توغول شوی او په شا اوږده لمبه پرېږدي او ويل شوي خپل هدف يې سم په نخښه کړی دی.

د مارچ په لمړۍ نېټه ښاغلي پيوټن دا ميزايل د "کينځل" په نوم ياد کړی چې د خنجر په شکل جوړ دی او دې ته يې غوره وسله ويلې ده.

ويل شوي کېنځل میزايل د غږ نه لس ځله ګړندی سفر کوي او په ۲۰۰۰ کلوميټره کې خپل هدف ته ځان رسوي.

د دفاع وزارت ويلي ميزايل د شنبې/ خالي په ورځ د روس جنوب ختيځ سيمه کې د MiG-31 جنګي الوتکې څخه ويشتل شوی دی.

وزارت ويلي ميزايل خپل ټاکلی هدف سم په نخښه کړی دی.

په عامه توګه داسې ويل کيږي چې پيوټن به په راتلونکې اوونۍ کې بيا د روس صدر منتخب شي.

نوموړي د مارچ په لمړۍ نېټه قام ته په کاليزه وېنا کې داسې ويډيو وړاندې کړې وه چې په هغې کې دا ميزايل ښکاره کړی شوی چې د امريکا فلورېډا رياست ته رسېدلی شي.

د امريکې د بهرنو چارو وزارت ويلي دا د يو زمه واره ملک رويه نشي کېدی.

XS
SM
MD
LG