لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغان چارواکي وایي له پاکستانه پر کونړ ولایت ۲۰۵ توغندي لګېدلي دي


افغان چارواکي تور لګوي چې برایي شپه د پاکستان له خوا د کونړ ولایت ته په سلګونو توغندي ور توغول شوي دي، خو وایي چاته یې کوم ځاني زیان نه دی اړولی.

د کونړ ولایت د دانګام ولسوالۍ ولسوال محمد رحمان دانش وایي، د یکشنبې-اتوار له ماځیګره بیا د دوشنبې- ګل تر سهاره پورې دانګام ولسوالۍ ته د پاکستان له غاړې ۲۰۵ توغندي ور توغول شوي دي.

ولسوال دانش وایي توغندي له کورونو لرې په باغونو کې لګېدلي، چې عامو خلکو ته څه ځاني تاوان نه دی اړولی، خو وایي د خلکو کروندې یې سوځولې دي.

پاکستاني چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي، چې آیا دغه توغندي پاکستاني سرحدي ځواکونو افغانستان ته ور توغولي دي که څنګه، خو تر دې وړاندې یې چې د کونړ پر دانګام ولسوالۍ کوم راکټي بریدونه کړي وو، ادعا یې کړې وه چې هغه یې د پاکستاني طالبانو پر پټو پناه ځایونو کړي دي.

په تېرو څو کلونو کې په وار- وار افغان چارواکو تور لګولی، چې د پاکستان له غاړې توغندي ور توغول کېږي او وایي چې له امله یې عامو خلکو ته ځاني او مالي تاوانونه هم رسېدلي دي.

رپوټونه وایي د پاکستان له لوري وخت په وخت افغانستان ته د توغندیو ور ویشتل د دې سبب شوي، چې له ډیورنډ کرښې سره نیژدې پرتو کورنیو له خپلو سیمو نورو خوندي ځایونو ته کډې کړې دي.

د یادونې وړ ده چې په تېره فبرورۍ میاشت کې هم ۱۸۰ توغندي د پاکستان له لوري کونړ ولایت ته ور ویشتل شوي وو، چې د افغان چارواکو په وینا د دې ولایت د دانګام ولسوالۍ پر سره کمر، کچلي او شینکۍ کلیو لګېدلي وو او خلکو ته یې زیان اړولی وو.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG