لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

منظور پښتین: په پښتونخوا کې تر غونډو وروسته په اسلام اباد کې بیا احتجاج پیلوو


د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین په کوټه کې د زرګونو پښتنو په غونډه کې ویلي، یوه میاشت وشوه خو حکومت یې غوښتنې نه دي منلې او ګواښ یې کړی چې په پښتونخوا کې تر غونډو وروسته به په اسلام اباد کې بیا احتجاجي ناسته کوي.

پښتین جلسې ته وویل ریاست پر پښتنو ظلم کړی:

"موږ له ریاست سره جنګ نه کوو، خو د پښتنو حق غواړو، ښه په زوره یې غواړو، ښه په نره یې غواړو"

د کوټې په جلسه کې په زرګونو ګډونوالو د پښتون ژغورنې غورځنګ قراردادونو تایید کړل. په قراردادونو کې د قبایلي سیمو په شمول له ټولو پښتني سیمو د پوځي چیک پوسټونو د ختمېدو او د ورکو خلکو د موندلو او عدالتونو ته د وړاندې کولو غوښتنې شوې دي. منظور پښتین په دې مهال وویل:

"ده [پاکستان] زما مشران په بابړه کې وژلي دي، ده زما ماشومان د پېښور په آرمي پبلک سکول کې وژلي دي، ده زما وکیلان او پوهان د کوټې په کچارۍ او هسپتال کې وژلي دي"

په قراردادونو کې د پښتنو د جبري ورکېدنو د پای ته رسېدو او په غیرعدالتي توګه د وژنو د مخنیوي غوښتنې هم شوې دي.

په یوه بل قرارداد کې په افغانستان کې د پاکستان د لاسوهنې د درېدو غوښتنه شوې او ویل شوي چې په پاکستان کې دې پښتنو ته پر خپلو وسایلو واک ورکړل شي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ په تېرو درو ورځو کې د بلوچستان د مرکز کوټې په شمول په پښتني سیمو کې سترې ولسي غونډې وکړې، چې زرګونو کسانو پکې ګډون وکړ.

منظور پښتین وایي شاوخوا ۳۲۰۰۰ پښتانه په پاکستان کې ورک دي او ډېر یې په غیرعدالتي توګه وژل شوي دي، خو وایي د دې هېواد عدالتونو ورباندې سترګې پټې کړې دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG