لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

رپوټ: په پاکستان کې د مذهب د سپکاوي ۷۴ فیصده مقدمې یواځې په پنجاب کې درج کېږي


یو تازه خپور شوی رپوټ وایي چې مذهبي ته سپکاوي قانون تر ټولو زیات د پاکستان په پنجاب ایالت کې کارول کېږي او وایي د ټول پاکستان په کچه یواځې ۷۴ فیصده مقدمې یواځې په دې ایالت کې درج کېږي.

مذهب ته په سپکاوي د تورنو کسانو مدافع وکیله روبینه غزل وایي په لاهور کې مذهب ته د سپکاوي زیات تورونه د احمدي فرقې پر خلکو او عیسایانو لګېږي او وروسته یې په ضد مقدمې درج کېږي، خو وایي کله- کله د توندروه ډلو په پارونه قهرجن خلک په عدالت کې د سزا کېدو پر ځای هغوی پخپله و وژني.

په پاکستان کې د مذهبي اقلیتونو د حقونو لپاره کارکوونکی سازمان د دې سبب په پنجاب خصوصاً په لاهور ښار کې د سخت دریځو مذهبي ډلو ورځ په ورځ زیاتېدونکی اغېز ګڼي.

د ټولنیز انصاف مرکز په نامه یوې شخصي ادارې په خپل وروستي رپوټ کې ویلي، چې په تېرو درو لسیزو کې په پنجاب کې مذهب ته د سپکاوي قانون په کارولو کې زیاتوالی راغلی دی.

د رپوټ په اساس په ټول پاکستان کې چې مذهب ته د سپکاوي کوم رپوټونه درج کېږي، په هغوی کې ۷۴ فیصده کسان یواځې په پنجاب ایالت کې د مذهب په سپکاوي تورن شوي دي، خصوصاً ۱۱ فیصده پېښې یې په مرکز لاهور کې درج شوې دي.

د ټولنیز انصاف اداره وایي په پاکستان تر اوسه ۷۵ تنه د قهرجنو مظاهرچیانو له خوا مذهب ته د سپکاوي په تور وژل شوي دي، چې وایي په هغوی کې ۱۴ تنه یواځې د لاهور ښار اوسېدونکي وو.

رپوټ وایي مذهب ته په سپکاوي تورن کسان چې د پولیسو له خوا ونیول شي، نو په پولیس تاڼو کې هم له هغو پولیسو خوندي نه وي چې له مذهبي سخت دریځۍ اغېزمن وي. وایي مذهب ته د سپکاوي په تور ۴ نیول شوي کسان په بندیخانو کې هم وژل شوي دي.

په پنجاب کې مذهب ته په سپکاوي د تورنو کسانو د قانوني دفاع یو بل سازمان (کلاس) وایي، په دې ایالت کې پر خلکو مذهب ته د سپکاوي د تورونو لګېدو او د مذهب د سپکاوي قانون په لاس کې اخیستو سبب د توندروه مذهبي ډلو څرګند فعالیتونه دي. د دې سازمان کارکوونکې روبینه غزل وايي:

"توندروې ډلې لکه [تحریکِ لبیک یارسول الله] دلته ډېرې فعالې دي، کله چې کومه پېښه وشي نو د دوی زیات خلک هلته موجود وي او پر دغه پېښه خلک را وپاروي، ځایي پولیس انتظامیه د دغو ډلو تر فشار لاندې د مذهب د سپکاوي مقدمه درج کړي"

د پاکستان او نړۍ د بشري حقونو سازمانونه له اوږدې مودې راهیسې له پاکستانه غوښتنه کوي، چې مذهب ته د سپکاوي په قانون کې اصلاحات راولي، چې په اساس یې تورن کس ته تر جرم ثابتېدلو وروسته د مرګ یا ټول عمري بند سزا اورول کېږي.

د پاکستان ستر عدالت هم دا مني چې مذهب ته د سپکاوي له قانونه خلک شخصي او ناوړه ګټه ځنې اخلي او حکومت ته یې د دې کار د مخنیوي امر کړی دی، خو حکومت او پارلماني کمېټیو تر اوسه په دې اړه خپلې سپارښتنې نه دي بشپړې کړي.

XS
SM
MD
LG